The news is by your side.

له پاکستان او افغان  عالمانو د سعودي عرب عالمانو مهمه غوښتنه

خبریال ویب پاڼه/ دوه ورځې وړاندې په سعودي عرب کې د پاکستان او افغانستان دیني عالمانو جرګه وکړه او د افغانستان د اوسنۍ جګړې په هکله یې بحثونه وکړل په دې کنفرانس کې د سعودي عرب دیني  عالمان او د اسلامي همکاریو سازمان غړي هم ول

تازه شرق الاوسط ورځپاڼې په دې هکله یو مطلب خپور کړی او زیاته کړې يې ده چې د سعودي عربستان دیني عالمانو له پاکستاني او افغان دیني عالمانو غوښتي دي چې اسلام په حقیقي ډول سره خپور او دیني نسوس په مناسبه توګه تفسیر کړي.

د دې ورځپاڼې د مالوماتو له مخې چې  په دې کنفرانس کې دیني عالمانو د افغانستان جګړه ناروا وبلله او زیاته يې کړه چې د جګړې ښکېلي خواوې دي د سولې برخې ته زیاته پاملرنه وکړي.ږ

د اوس لپاره اصل حقیقي ږع

 اوس لپاره لومړی باید هغه څوک په ګوته شي چې د دې جګړې تمویل او تجهیز کوي چې هغه پاکستان دی که چیري پاکستان له ترهه ګرو او طالبانو سره د جګړې کولو لپاره مرسته ونکړي نو هغوی نشي کولای چې جګړې ته دوام ورکړي.

پاکستان د تاریخ په اږودو کې د یوه اسلامي هېواد تر نوم لاندې تل غیري اسلامي او غیري انساني کارونه کړي چې تر ډیره بریده يې دا هرڅه پر مسلمانانو او د افغانستان پر مظلوم ولس باندې تپلي دي خو دا يې نه ده درک کړې چې اسلام او دین داسې نه وايي.

د دې کنفرانس ګډونوال باید ترهرڅه وړاندې د پاکستان په هکله ږغیدلي وای چې ایا د دې هېواد کړنې د اسلام په چوکاټ کې دي د دې هېواد نوم سره د اسلام کلیمه ښايي او که یې یوازي نوم د مسلمانانو  او ټولې پالیسۍ يې د کفارو دي، خو ټول یوازي پر دې وږغیدل چې د افغانستان جګړه ناروا ده او ورور وژنه ده که چیري د دې جګړې د تمویل ځای په نښه او هلته يې ملاتړ او تجهیز و دریږي نو لیري نه ده چې ډیر ژر به هم افغان جګړه پای ته ورسیږي او هم به دا ورور وژنه پای مومي خو دا چې پاکستان خپله پریکړې کوي نو دا زموږ ساده والی او یاهم خطا ایستل په ګوته کوي

Comments are closed.