The news is by your side.

اردوغان: د طالبانو پروان ونه کړه او په افغانستان کې مسؤلیت اخیستلو ته تیار شو

خبریال ویب پاڼه/ ترکیې وویل د کابل هوايي ډګر مسؤلیت اخیستلو ته تیار دي، طالبانو بیا مخالفت وښود او ويې ویل چې د دوحې هوکړې تړون له مخې له ټاکلې نېټې وروسته هیڅ بهرنی هېواد نه شي کولای چې افغانستان کې سرتیري وساتي.

پر همدې باب د یوه شمېر بهرنیو هېوادونو اندېښنې او د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت په هکله ګونګ تیا تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ښايي یو شمېر هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه وتړي.

اوی تازه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه کړې چې افغانستان کې مسؤلیت اخیستلو ته اماده دی ادردوغان وړاندې له دې چې بروکسل ته ولاړ شي په انقره کې خبریالانو ته وویل چې د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره یوازنی باوري هېواد ترکیه ده چې باید د کابل هوايي ډګر ورته وسپارل شي او هغوی به  دا مسؤلیت په ښه توګه سره ادا کړي، د نوموړي په خبره چې د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت اخیستلو په هکله له ده سره امریکايي چارواکو هم خبرې کړې او ترکیه چمتو ده چې دغه مسؤلیت په ښه توګه سره ترسره کړي او ویې مني، دی به په بروکسل کې له بایډن سره هم پر دې مسله باندې خبرې وکړي.

افغان دولت بیا ویلي دوی خپله کولای شي هرڅه تنظیم کړي ځکه دوی اوس هغې مقطع ته رسیدلي چې د هېواد د ټولو امورو مسؤلیت په ښه توګه واخلي.

خو نړیوال بارونه داسې دي چې افغان دولت نه شي کولای چې د هوايي ډګرونو د امنیت او تنظیم په برخه کې باوري خدمات وړاندې کړي ځکه نړیوال هېوادونه باور نلري او له دې امله یې پریکړه کړې چې خپل سفارتونه به په کابل کې وتړي.

ترکیې تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت اخیستلو ته تیار دي او د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته یوازنی ښه انتخاب دی چې باید پرې باور وشي.

خو طالبانو بیا  ویلي چې هیڅ هېواد د پاتي کیدلو اجازه نلري او له ترکیې څخه غوښتي چې خپل سرتیري پر ټاکلي موده باندې له افغانستانه وباسي ترڅو د دوحې تړون د ټولو هوکړو رعایت شوی وي

Comments are closed.

koi finance