The news is by your side.

سرتېرو د نیمروز خاشرود ولسوالي له طالبانو پاکه کړه

خبریال وېبپاڼه/ ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په نیمروز کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي او د دې ډلې له خوا یې د خاشرود ولسوالۍ د نیولو پلان له ناکامۍ سره مخ کړی دی.

د یاد وزارت مرستیال ویاند، فواد امان وایي، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې سلګونه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي او دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو له شتونه پاکه شوه.

د امان په خبره د یادو عملیاتو په ترڅ کې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له شتون پاکه شوې ده او دا مهال وضعیت نورمال دی.

هغه امنیتي ځواکونو ته د ور اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبان بیا ادعا کوي چې دغو نښتو کې لسګونه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.

وسله‌‌‌والو طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او ادعا کوي چې له فغان دولت یې په لسګونه ولسوالۍ نیولي دي، خو د ملي دفاع وزارت بیا وایي، چې په ډېریو ولسوالیو کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو له لوري د ولسوالیو د نیولو هڅې په داسې مهال زیاتې شوي، دمګړۍ په دوحه کې د دواړو ډلو مرکچي پلاوو ترمنځ لا هم د سولې خبرې ګونګې دي او هېڅ سر او پای یې نه مالومېږي.

په هېواد کې بیا جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی دی او هره ورځ لسګونه ملکي او نظامي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، چې د جدي اندېښنې وړ موضوع ده.

حکومت که څه هم ادعا کوي چې طالبانو ته یې ماتې ورکړې ده، خو د طالبانو لخوا د جګړې زور هم وضعیت بدتر کړی دی او د خلکو ژوند یې له کړاوونو سره مخ کړی دی.

له دغه وضعیت څخه داسې ښکاري چې نه حکومت او نه هم طالبان سولې ته د رسېدو رښتینی نیت لري، ځکه خو یې جګړو ته کار ویلی دی.

Comments are closed.