The news is by your side.

که پاملرنه ونه شي، کرونا ناروغي به داسې افت رامنځ ته کړي چې بیا به یوازي فریاد کوو

خبریال ویب پاڼه/ کرونا ناروغي په ټولیزه توګه افغانستان کې خورا زیاته شوې او ویره شته که چیري هېوادوال روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه ونکړي نو هېواد کې به یو لوی ناورین رامنځ ته شي.

له بده مرغه باید ووایو چې زموږ په هېواد کې هره ورځ لسګونه کسان جګړه وژني اوس چې کرونا اوج ته رسیدلې دا ناروغي هره ورځ د لسګونو کسان ژوند اخلي او هغه عملي او فرهنګي څېرې چې د هېواد سرمایه ګڼل کیږي یو په یو له منځه وړي.

له بده مرغه باید ووایو چې دوه ورځې وړاندې مو د هېواد وتلی تاریڅ پوه څېړندوی محمد رسول باوري له لاسه ورکړ د هېواد د ژونالیزم د اسمان ځلانده لمر نبي مصداق له لاسه  ورکړ چې په تدریجي ډول سره د یوه بهران خواته روان یو.

د نورې نړۍ که څه هم له کرونا ځان ساتي خطرناکه یې بولي خو کله چې یوه بهران ته پکښي دا ناروغي ورسیږي نو بیا د هند کیسه ځینې جوړیږي زموږ ستونزه همداده چې له یوه لوري کرونا نه منو خطر يې نه منو او له بله پلوه روغتیايي پیغامونه او سپارښتنې نه مرعتوو او حتی ډیری هېوادوال په ډیری مواردو کې کرونا ناروغي مني لانه.

تر ټولو لویه بد مرغي دا ده چې کرونا ناروغي په دې وروستیو کې د هېواد هغه هستۍ چې لاهم د خدمت تمه ترې کیدله واخیستې او د هغوی مزل يې بې منزله او بې وخته کړ.

پوهاند رسول باوري نبي مصداق او په ټوله کې زموږ عام هېوادوال د همدې وطن لپاره یوه لویه سرمایه کیدلای شوای خو کرونا له موږ څخه واخیستل او موږ يې یوازي پریښودو.

د کرونا ناروغي وروستیو پیښو ته په کتلو سره موږ بد لوري ته روان یو او که چیري دا لړۍ ادامه پیدا کړي نو موږ او بهران سره مخ یو تراوسه پوري په ټول افغانستان تر ۹۱ زره زیات افغانان په کرونا اخته شوي چې ۳۶۱۲ کسان له دې ناروغي څخه مړه شوي هم دي او دا لړۍ لاهم په زیاتیدو ده، افغان روغتیا پالان وایي که چیري سمه پاملرنه ونه شي نو خدای ج ناخواسته د کرونا بهران به اوج ته ورسیږي

Comments are closed.