The news is by your side.

رحماني: د امنیتي وضعیت په هکله څه وویل

خبریال ویب پآڼه/ په هېواد کې روان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو په حالت کې دی او تازه نن د یوه شمېر ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکول شوي، چې  په هکله يې زیاتي اندېښنې موجودي  دي.

د افغانستان ولسي جرګې رییس په خپلو تازه څرګندونو کې د هېواد پر امنیتي حالت اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې د حالت د کنټرول لپاره باید په امنیتي سکتور بدلون رامنځ ته شي.

هغه ویلي چې روان امنیتي وضعیت د جدي  اندېښنې وړ دی او امنیتي ادارې باید پرخپلو اوږد مهالو امنیتي ستراتيژیو او تګلارو بیا کتنه وکړي.

د ده په وینا اړینه ده له عامو خلکو څخه د امنیت په سمون کې همکاري وغوښتل شي او زیات فرصتونه دي ورته برابر کړي ترڅو دوی له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د افغانستان ولسي جرګې رییس پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امریکايي ځواکونه له هېواده په وتلو دي او د هېواد د راتلوونکي په هکله لاهم اندېښنې زیاتیږي د مي له لومړۍ نېټې را په دې خوا د طالبانو له لوري تاوتریخوالی زیات شوی او اوس مهال هم په یو شمېر ولایتونو د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې جګړې روانې دي.

یو شمېر ولسوالۍ چې اوس تر سخت تهدید لاندې او ښايي په نورو ولسوالیو کې هم دا تهدیات زیات شي خو تراوسه پوري دولت د له لاسه وتلو ولسوالیو د بیا نیولو کوم تکل نه دی کړی.

طالبانو نن ادعا کړې چې د سرپل صیاد او کندوز د خان اباد ولسوالۍ نیولې خو دولت تراوسه پوري په دې هکله څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې له یو شمېر ولسوالیو څخه تاکیتکې شاتګونه زیات شوي او عام خلک يې خورا په لویه اندېښنه کې اچولي.

خلک وايي دولت باید د امنیتي حالت د کابو کولو په هکله جدی اقدامات وکړي او هره ورځ د امنیتي پیښو او ولسوالیو د سقوط مخنیوی وکړي.

هغو سولې پروسې ته هم  لیواله دي ا وغوښښته کوي چې طالبان اود جګړې ښکېلې خواوي باید د سولې روان فرصت له لاسه ورنکړي او په رښتیني ډول سره د سولې پروسه کې ونډه واخلي.

د طالبانو اوافغان دولت مرکه چي پلاوو ترمنځ په دې وروستیو کې ناستې شوې  او هیلې  پیدا شوې دي چې یوه نیتجه به ورکړي

Comments are closed.