The news is by your side.

دافغانستان دد دفاع وزیر اسدالله خالد استعفا وکړه

خبریال وېبپاڼهدافغانستان د دفاع وزیر ستر جنرال اسدالله خالد له خپلې دندې استعفا کړې او استعفا لیک یې ولسمشر غني ته سپارلی دی.

د دفاع وزیر اسدالله خالد چې له ناروغي تر رغېدلو وروسته هیواد ته ستون شو پر یوه امنیتي پلان کار وکړ چې له مخې به یې د طالبانو د بریدونو او د ولسوالیو د سقوط مخنیوی په سمه توګه کېده؛ او دا پلان تر جوړېو وروسته د ولسمشر اشرف غني سره شریک کړل شو

د ارګ سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د دفاع وزارت له لوريد نوي جوړشوي امنیتي پلان سره ولسمشر غني او پر هغه را څرخېدلو کسانو مخالفت وکړ او افغان امنیتي سرتېرو ته اجازه ورنکړل شوه چې د نوي پلان له مخې پر طالبانو بریدونه وکړي یا برید ګر حالت ته راووزي.‌

هم دا راز په نوي امنیتي پلان کې چې د دفاع وزارت له لوري‌ د پوځ اعلی سرقوماندان اشرف غني ته ورکول شوی وو د پولیسو او اربکیانو ملاتړ ته د چتګ غبرګون لپاره د افغان کمانډویانو د ورتګ او عاجل ورتګ برخه شامله وه.

په نوي پلان کې د طالبانو له لوري د نیول شویو ولسوالیو بېرته چټک نیول او هغه سیمې د پوځ له لوري په نښه کول هم شامل وو چېرته چې طالبان او طالب قوماندانان اوسېږي.

د ارګ سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د ولسمشر غني له لوري‌ ځکه د دفاع وزارت برید ګر پلان ونه منل شو چې د مرګ ژوبلي مخ نیوی وشي‌او سوليته لار هواره شي.

د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې د دفاع وزیر اسدالله خالد او ولسمشر غني ترمنځ غږ دومره اوچت شو چې اسدالله خالد له څه ویلو پرته له ارګ نه ووت او خپله استعفا یې ولسمشر ته واستوله.

اسدالله خالد چې د طالبانو او پاکستان ضد څېره بلل کېږي یو له هغه وزیرانو دی چې د خپل وزارت پر مهال یې ډېر وخت دافغانستان په لیري پرتو سیمو کې د سرتېرو سره تېر کړی او لږ وخت به په وزارت کې موندل کېده.

اسدالله خالد هغه دفاع وزیر بلل کېږي چې افغان پوځیان یې د خلکو له بارډیګاډیو را اوچت کړل او د کمانډو او ځانګړو ځواکونو قطعات یې لا زیات کړل.‌

نوموړی د افغانستان یوه هغه څېره ده چې په ښکاره د طالبانو او پاکستان په ضدیت مشهور دی.‌

د خبریال ډاټ کام سرچینې وایی چې ښايي اسدالله خالد استعفا کولو ته اړ شوی وي‌او د پاکستاني چارواکو په وروستي سفر کې یوه غوښتنه هم دا بلل شوې وه چې د دفاع وزارت نه باید ښاغلی خالد لیري شي.

اسدالله خالد په داسيمهال کې استعفا ورکړه چې د طالبانو له لوري د نیول شویو ولسوالیو د بېرته نیولو او افغان پولیسو د ملاتړ پلان یې د ولسمشر غني پر میز هم داسي په کاغذونو کې پاته شو.

تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې ولسمشر به د اسدالله خالد استعفا ومني‌که څنګه خو د ولسمشر او اسدالله خالد له شوي جنجال نه داسي ښکاري چې شاید استعفا یې قبوله شي.   

Comments are closed.