وړانګه لوڼي: پښتانه یو شوي دي
خبریال ویب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او شهید غړي ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼي د پښتنو یوې غونډې ته چې اوس پښتانه یو شوي دي.
هغې وویل پښتانه خپلې موخې ته رسیدلي او ډیر ژر به په خپلو هلو ځلو باندې خپلو موخو ته ورسیږي نن جاني خیلو کې جوړ شوي یوه پرلت ته وویل نور دي هرڅوک دا له پامه وغورځوي چې پښتانه دي بیا د دوی د لوبې ښکار شي.
دې وویل چې پښتانه اوس ویښ شوي او د خپل وطن د امن کولو لپاره هلې ځلې کوي د دې په وینا چې پښتانه ځان ژغوري خو له بده مرغه چې اوس هم وژل کیږي.
وړانګه لوڼي پر داسې مهال خپل ږغ پورته کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه مشران لاهم په زندانونو او د پآکستان نورو توطیو کې بند دي.
د پښتون ژغورنې ځنګ
کله چې د پاکستان دولت هلته پر پښتنو باندې ظلمونه پیل کړل نو د دوی د ناروا کړنو خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځ ته شو چې تر نړیوالو يې د پښتنو د مظلومیت اواز ورساوه او اوس د دې غورځنګ میلیونونه غړي د پښتون پر وړاندې د پاکستان له هراز ظلمه پرده پورته کړې او خپل ږغ یې تر نړیوال پورته کړي.
تیره ورځ د عوامي ملي ګوند مشر محمود اڅګزي داسې وویل
محمود خان ویلي ترڅو چې نړۍ د افغانستان خپلواکي نه وي منلې ترهغو به په دې هېواد کې جګړه روانه وي او همدا سې به وژنې او وحشت هم ادامه ولري.
محمود خان وویل پاکستان ته وایو له بې کارۍ کوچني کاڼې ولې او لاس تر نیسې لاس وهنه کوې دا بد کار دی، تاریخ وګورئ تل هغه هېوادونه چې د نورو ازادۍ قبضه کوي او د نیولو کوښښ يې کوي هغوی خپله پساو شوي.
پاکستان په کور دننه پاکستان کې د خپلو فشارونو تر سخت فشار لاندې دی او دا یې کوښښ دی چې سیاسون پاکستان د نورو چارو په ترسره کولو نه خپله له ستونزو خلاصولو ته متوجې کړي.
پاکستان تر نړیوال فشار هم لاندې دی
پاکستان په دې وروستیو کې د نړیوالو هېوادونو تر فشار هم لاندې دی چې امریکا ته تر اډو ورکولو وروسته باید په هغه سیمو کې چې امریکا شتون ولري امنیت تامین کړي او ټول ګواښونه له منځه یو سي.
Comments are closed.