The news is by your side.

په لندن کې د  پوهاند رسول باوري روح ته دعا وشوه

خبریال ویب پاڼه/ پوهاند رسول باوري چې د افغانستان له عملي هستیو څخه وو، د کرنا ناروغۍ له امله يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د حق داعي ته یې لبیک ووایه

په همدې موخه د بریتانیا په پلازمینه لندن کې د استاد پوهاند رسول باوري روح ته دعا وه شوه. د لندن له بیلا بیلو برخو لیکوالو ژورنالیستان او د استاد باوري مینه وال د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې د خبریال وېبپاڼې د مشر میرویس افغان په کور کې را غونډ شوي وو.

د دعا مراسمو ته د بي بي سي پښتو مشر ډاکتر داود اعظمي په خپلو خبرو کې د ښاغلي باوري پر ژوند رڼا واچوله او هغه یې د افغانستان د لرغوني میراث ساتونکی و باله.

نورو ګډونوالو هم په خپلو خبرو کې د استاد باوري مړینه یوه لویه ضایعه و بلله او د ښاغلي باوري روح ته د دعا ترڅنګ یې د هغه کورنۍ او مینوالو ته د صبر جمیل غوښتنه او دعا وکړه.

پوهاند رسول باوري د افغانستان د علمي څېرو له ډلې وو، اصل کې د ارزګان ولایت دهراوت ولسوالۍ وو، هغه د خپل علمي ژوند په لړ کې د لرغون پوهنې په برخه کې له هالنډ هېواد څخه ماسټري درلوده چې  وروسته بیا د کابل پوهنتون د لرغون پوهنې ډیپارټمنټ استاد هم وو.

هغه په بیلابیلو علمي برخو کې د هېواد له پوهنې وزارت څخه تر لوړو زده کړو وزارت او اطلاعاتو فرهنګ وزارت پوري خدمتونه کړي او د کار پر مهال يې د خپل پوهي رڼا ټول افغان نوي نسل ته ورکړه.

پوهاند باوري په دې وروستیو کې له خپلې دندې څخه هم استعفا وکړه او پر کور شو، هغه په وروستۍ دنده کې د هېواد د اطلاعاتو فرهنګ وزارت فرهنګی  معین وو.

استاد د تاریخ او نورو علمي برخو کې تر ۳۰ زیات علمي اثار موږ ته پریښي او همدارنګه يې تر ۳۰۰ زیاتي مقالې چې  په بیلابیلو برخو کې يې لیکلې موږ پرېښې چې  نوی نسلونه به یې د یوه ویاړ په څیر له ځان سره وساتي.

رسول باوري د اوسني او پخواني افغانستان د یو ښه ترجمان په توګه نن له ابدیت سره یوځای او له ډیرو ارمانونو سره وکوچېد هغه ارمان درلود چې افغان نوی نسل په علم سمبال او د پخواني تاریخي برم په لرلو سره په اوسني عصر کې د یوه ویاړلي هېواد په توګه وځلیږي په دې هېله چې د پوهاند صاحب ارمانونه پوره او نوی نسل د ده لاره تعقیب کړي.

Comments are closed.