The news is by your side.

امریکا وايي، طالبان د جګړې له لارې واک نه شي ترلاسه کولی

 

خبریال وېبپاڼه/ امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې طالبان د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدای او د نجات یوازېنۍ لار د خبرو اترو له لارې په واک کې شراکت دی.
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په تازه مرکه کې ویلي دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او په ځلونو یې طالبانو ته دا واضح کړې چې واک ته د رسېدو او جګړو د ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې یوې پایلې ته رسول دي.
دده په خبره که طالبان هڅه کوي چې د جګړو له لارې واک ته ورسېږي نو ښایي جګړه دوام وکړي او افغان ځواکونه به له خپل حکومت دفاع کوي او طالبانو ته به د ګډوډیو اجازه نه ورکوي.
هغه ټینګار کړی چې طالبان باید پر ژمنو عمل وکړي، جګړې ودروي او تاوتریخوالی کم کړي، څو د سولې بندې دروازې نورې وتړل شي.
د نوموړي په وینا، افغانستان کلونه د جګړو شاهد و او هېڅ څه یې پکې ترلاسه نه کړل، ځکه خو پکار ده چې اوس ټول اړخونه د سولې د خبرو له لارې د دغه هېواد د ابادي لپاره مټې را بډ وهي.
ویلسن همدا راز ویلي چې امریکا د راتلونکي کال په دفاعي بودیجه کې افغان حکومت ته هم مرستې ځانګړې کړې دي او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.
ده ویلي چې د امریکا غوښتنه یو پرمختللی او ډیموکراټیک افغانستان دی او دوی په دې برخه کې له هېڅ راز مرستو او هلو ځلو درېغ نه کوي، څو دلته نور ترهګرۍ ختمه او د ابادۍ فصل پیل شي.
ویلسن داسې مهال د طالبانو په اړه دا ډول څرګندونې کوي چې د هېواد په ګوټ ګوت کې دا مهال شدیدې جګړې روانې دي او هره ورځ لسګونه ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
که څه هم مالومه نه ده چې جګړو ولې زور اخیستی دی، خو داسې برېښي چې طالبان د سولې اراده نه لري او د جګړې له لارې غواړي واک تر لاسه کړي؛ هغه څه چې امکان نه لري.

Comments are closed.