د کابل هوايي ډګر په هکله ناټو سلام شوې، مسؤلیت چاته ورکول کیږي؟
خبریال ویب پاڼه/ تر راتلوونکي سپټمبر میاشتي د ناټو په ګډون له افغانستانه ټول بهرني پوځیان وزي خو له دې ماموریت وروسته هم ناټو ویلي چې د کابل هوايي ډګر بودجه به ورکوي.
تر دې وړاندې ترکیې هېواد چمتوالی ښودلی وو، چې دوی به د کابل هوايي ډګر مسؤلیت چارې په لاس کې واخلي چې د وسلوالو طالبانو له مخالفت سره مخ شوې وې او ویلي یې وو، چې د دوحې تړون له مخې باید ټول بهرني سرتیري که هرڅوک دي له افغانستانه ووزي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونوکې ویلي د کابل هوايي ډګر د ناټو ملکي ماموریت افغانستان او د نړیوالو اړیکو لپاره مهم دی هغه وویل دوی پر دې کار کوي چې د کابل هوايي ډګر خوندي کړي د سرمشریزې ترڅنګ د ناټو مسؤلینو له لوري بحثونه وشول چې بیاهم ترکیې په دې بحثونو کې کیلیدي رول درلود.
ترکیې د امکاناتو په شتون کې د دې هوايي ډګر د امنیت مسؤلیت اخیستلو ته چمتوالی ښودلی او که چيري دوی دا مسؤلیت اخلي نو اوس افغانستان کې۵۰۰ سرتیري چې ښايي نور سرتیري هم افغانستان ته را ولي.
داسې ښکاري چې یوازنی انتخاب اوس ترکیه پاتي شوې چې د کابل هوايي ډګر مسؤلیت امینت به اخلي او نور داسې څوک نشته چې دا مسؤلیت ته زړه ښه کړي.
تراوسه پوري لا مالومه نه ده چې دا مسؤلیت به څه وخت ترکیې یا بل هېواد ته وسپارل شي خو له ډیره وخته په دې اړه اندېښنې موجودې وې چې د کابل هوايي ډګر امنیت خوندي نه دی او باید یوڅوک چې باور وشي باید د دې هوايي ډګر مسؤلیت پر غاړه واخلي.
په دې هکله غبرګونونه
افغان دولت ویلي چې خپله کولای شي د دې هوايي ډګر مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي او بل چاته اړتیا نشته، همدارنګه طالبانو د ترکيې له هغې پریکړې چې د کابل هوايي ډګر مسؤلیت به اخلي مخالفت کړی هغوی ویلي چې د دوحې تړون باید نقض نه شی او ټول بهرني سرتیري چې راغلي که هرڅوک وي باید له افغانستانه ووزي.
په دې اړه لاهم تراوسه لاهم رسمي پریکړه نه ده شوې چې څو به دا مسؤلیت واخلي خو ناټو ته د کابل هوايي ډګر خورا مهم دی
Comments are closed.