The news is by your side.

بایډن د افغانستان په اړه تازه څه وویل

د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغان ترڅنګ ولاړ دي او د سرتیرو تر ایستلو وروسته هم د دې هېواد ملاتړ ته ژمن دي.

بایډن د ناټو غونډې وروسته د خبریالانو سره څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه اجماع موجوده ده او ملاتړي يې دي.

بایډن وویل چې د ناټو غونډه کې له افغانستانه بیلابیلو برخو کې د ملاتړ ډاډ ورکول شو او دوی به په بشري، اقتصادي او ټولنیزو برخو خپلو مرستو ته له دې هېواد سره دوام ورکړي.

د ده په وینا بله مهمه خبره داده چې  دوی به ترهه ګرۍ سره مبارزې په برخه کې  هم پاملرنه کوي او افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په دې وروستیو کې د امریکايي مشرانو لوری بدل شوی او له یوې میاشتي چو پیتیا وروسته یې د افغانستان په اړه بیلابیلې څرګندونې کړې دي چې ډیره بریده بې ثباته ښکاري ولې دوی یوه میاشت چوپتیا ماته کړه او د طالبانو په هکله يې نوي دریځونه اعلان کړل

له افغانستان سره نوی فصل

امریکا او ناټو ویلي چې د خپلو سرتیرو له وتلو وروسته له افغانستان سره د همکاریو نوی فصل پرانیزي چې له مخې به یې په یو شمېر برخو کې له افغان حکومت سره مرستې وکړي.

ناټو په نظامي برخه کې  ژمنه کړې چې د افغان ځواکونو روزنې ته په قطر کې دوام ورکوي او همدارنګه د کابل هوايي  ډګر ته به مالي امکانات برابروي د امریکا به نویو تازه مرستو کې زیاتوالی راغلی او داسې ښکاراي چې  دا هېوادونه به پر خپلو تعهداتو باندې ولاړ وي.

د افغانستان اړتیا وي او وضعیت

د افغانستان اړتیا وي زیاتي او وضعیت نازک دی تراوسه پوري چې کله امریکا او ناټو د افغانستان څخه د سرتیرو وتلو اعلان کړی نو ورسره سم طالبانو هم  خپلو بریدونو ته زور ورکړی او دا مهال يې د یو شمېر ولایتونو ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستلې دي، او لاهم کوښښ کوي ترڅو جګړو ته زور ورکړي او د خپلو بریدونو په دوام نورې ولسوالۍ او سیمې هم ونیسي خو افغان دولت ویلي چې دوی به وکړایشي له لاسه وتلې سیمې بیرته ونیسي

Comments are closed.

koi finance