The news is by your side.

د امریکا چوپتیا د طالبانو ازمون وو، دوی ته به بدې  پایلې ولري

خبریال ویب پاڼه/ شاوخوا یوه میاشت پوره تاوتریخوالی د ولسوالیو سقوط او همدارنګه ولایتونو ته زیات خطرونه خو نه ناټو او نه هم امریکا په دې موده کې څه وویل چې ولې او څنګه.

خو کله چې د پنټاګونو یوه مرستیال او یوه سناتور افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بیرته راګرځیدلو خبره یاده  کړه له هغه وروسته ان تر ولسمشر بایډن پوري ټولو امریکایانو د افغانستا په اړه څرګندونې وکړې او له دې هېواد سره يې د ملګرتیا او همکاریو ډاډ ورکړ.

په دې څرګندونو  کې داسې ښکاریدل لکه امریکا چې طالبان په یوه ازمون کې اچولي وي چې دوی څه کوي او څه یې وکړه او یوازي يې ننداره کوله تیره ورځ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکینزي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې دوی پر وتلو پلان جوړ کړی پر بیرته راګرځیدلو يې هم فکر کړی دی، جنرال کېنټ مکینزي د افغانستان په هکله جالبې څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې امریکا افغانستان ته د بیرته تګ په هکله کار کوي.

د ده په وینا امریکا غواړي طالبان و ازمايي، خو زیاته کړې يې  ده چې دوی د افغان ځواکونو نه یوازي ملاتړي دي بلکې د وتلو له پلان سره سم پر دې هم کارکوي چې د حالت په ډيرو خرابیدو په صورت کې بیرته څنګه افغانستان ته وګرځي

امریکا لاهم پر طالبانو شک لري چې دا ډله لاهم له القاعده شبکې سره اړیکي لري او د دوحې د توافق پر بنسټ یې هیڅ راز ژمنتیا نه ده رامنځ ته کړې، ځکه نو باید يې په وړاندې له کوم فشار او یاهم اقدامه باید کار واخستل شي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه مرستیا وویل چې امریکا ښايي بیرته افغانستان ته وګرځي چې د هغه دا خبره یوه سناتور ورسره بدرګه کړله او دا يې یوه لویه اړتیا وبلله.

د امریکا نړیوال مسؤلیت

که چیري د امریکا له وتلو وروسته افغانستان یو ځل بیا د ترهه ګرو او یاهم د جګړه مرکز وګرځیږي نو د امریکا شل کلن حضور جګړه او مصارف د ټولو نړیوالو او د امریکا د ولس تر سوال لاندې راځي امریکا داسې ګامونه اخلي چې مصارف او تلفات يې کم خو افغانستان هم  په ښه توګه کنټرول شي.

دا هېواد کوښښ کوي چې نه سیخ سوځلی نه کباب دوی یوځل طالبان و ازمویل او پر دې پوی شول چې دا ډله د افغانستان لپاره خطرناکې ارادې لري ځکه یې بیرته مداخلت وکړ او یوځل يې بیا په خپلو ډاډونو افغان حکومت ته نړیوال اعتبار ورکړ چې هم به پاکستان او نور سیمه ییز هېوادونه سر خلاص کړي او هم به طالبان بیرته پر دې باور مند شي چې امریکا د افغان حکومت نسکوریدل نه غواړي د امریکاله چوپیتیا یو لوی درس زده کړل شو چې باید طالبان دولت او ټول اړخونه یې په نظر کې ونیسي

طالبانو ته زیان

د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی د دې معنی لري چې دا ډله لاهم ترهه ګري کوي انسانان وژني او هیڅ یوه نړیوال قانون او توافق ته ژمنه نه ده ځکه په دې وروستیو کې  يې تاوتریخوالی زیات کړی چې ورسره سم د ملکي تلفاتو کچه هم خورا زیاته شوې ده، طالبانو داسې فکر وکړ چې ټول له افغانستانه په تېښته دي او همدا یې موقع ده چې باید خپل کار وکړي خو که چیري لاهم تاوتریخوالی نور زیات شی ښايي امریکا په یوه داسې  اقدام چې فکر يې نه کیږي لاس پوري کړي چې دا به ښې پایلې هیچاته هم ونلري، خو طالبانو ته زیان اوس هم اوښتی او که امریکايي ځواکونه بیرته افغانستان ته وګرځي نو بیا د دې ډلې په وړاندې درنه جګړه پر لاره چې  و به ځپل شي او ډیر زیاننونه به ورته واوړي

Comments are closed.