The news is by your side.

مایکل روبین د پاکستان منافقت افشا کړ، وايي د سولې پروسه ناکاموي

خبریال ویب پاڼه/ د  پاکستان د مناقفت په هکله یوځل بیا څرګندونې شوې په دې اړه نړیوال څیړونکي مایکل روبین تازه څرګندونې کړې او پاکستان يې تورن کړی چې په افغانستان کې د سولې رامنځ ته شوې پروسه شنډوي.

نشنل انټرسټ خپرونې د مایکل روبین له قوله ویلي  پاکستان په دې لټه کې دی چې په خپل هېوادکې قومي هویت له منځه وړي او په همدې امید د سولې له راتګ څخه ویره لري او ستونزې رامنځ ته کوي.

مایکل روبین زیاته کړې پاکستان تر طالبانو د افغان سولې لپاره پاکستان خطرناکه دی او کوښښ کوي چې  د سولې  رامنځ ته شوې موقه له خنډ سره مخ کړي او نه غواړي چې سوله او امنیت تامین شي.

د روبین له قوله پآکستان اوس هم په سیمه کې د ترهه ګرو او وافراطي اسلام ډلو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې له دې لارې خپلو موخو ته ځان ورسوي.

سرچینې ویلي چې طالبان پاکستان کې مرکزونه لري پاکستان يې ملاتړ کوي او د دوی د ژوبلو او ناروغانو تداوی هم هلته کووی ځکه نو نړیوال باید پاکستان باندې فشارونه زیات کړي چې د سولې له پروسې سره همکاري وکړي.

د پاکستان شوم اهداف

پاکستان له څو لسیزو را په دې خوا د افغانستان نیابتي جګړه پرمخ بیا يي او تر اوسه يې له دې  هېواد سره هیڅ وخت په اخلاص او صداقت باندې قدم نه دی ایښي او نه يې هم هیڅ کله د افغانستان خیر غوښتی دی، اوس تازه یو شمېر بهرنیو څیړونکو او سیاسونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان په وړاندې له جدي برخورد څخه کار واخلي او فشار ورباندې راوړي چې باید د افغان سولې په برخه کې خپل مهم رول ترسره کړي.

پاکستان ادعا کوي اوس مهال يې له افغان سولې سره همکاري زیاته کړې او د دې هېواد په وړاندې خپلې پالیسۍ ته تغیر ورکړی خو تراوسه داسې نه ښکاري چې پاکستان دي داسې چاره ترسره کړې  وي ځکه اوس هم پاکستان کې طالبان مرکزونه لري او له هغه ځایه د افغان جګړې لپاره راځي او داسې هم شوي چې لویو جګړو ته د پاکستان عسکر هم ورسره ځي چې ډیر ځله يې د افغان پوځ له لوري درانه تلفات هم لیدلي.

Comments are closed.