The news is by your side.

د امریکا پوځ یوه برخه افغانستان کې رښتیا پاتیږي؟

خبریال ویب پاڼه/ په دې وروستیو ورځو کې د امریکا له لوري د بیرته راتګ او همدارنګه د افغانستان د اوسني حالت په هکله اندېښنه ښودلې شوې یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي چې که امریکايي ځواکونه د وتلو پر پلان کار کوي نو پر یوه داسې پلان یې هم کار کړی چې بیرته باید افغانستان ته راشي.

اوس تازه والسټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې په دې هکله د یوه امریکايي سناتور جېمز اینهوف یوه مقاله خپره کړې چې پکښي ویل شوي دي چې باید یوه ډله امریکايي پوځیان باید په افغانستان کې پاتي شي.

په مقاله کې دې سناتور ویلي له افغانستانه د سرتیرو ایستل یوه سیاسي پریکړه ده او په هکله يې  جو بایډن د امریکا ولسمشر په بیړه پریکړه کړې.

د اینهوف په خبره چې په راتلوونکې که هرڅومره بد عواقب پیښ شي نو مسؤلیت یې هم خپله د بایډن پر غاړه دی، نوموړي د امریکا له لوري د سرتیرو وتلو په اشارې ویلي د یوه وارخطا پریکړه وه.

ده وویل چې دوه پریکړې شوې یا په بشپړه توګه له افغانستانه وتل یاهم د ټولو سرتیرو تر نالومې مودې پرې ښودل په ګوته شوي خو هغه دریمه طرحه هم وړاندې کړې او ویلي یې دي چې باید د دوحې هوکړې تر عملي کیدلو پوري د یوې ډلې امریکایانو پرېښودل دي.

تیره ورځ د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټت مکینزي ویلي چې دوی کولای شي خپل ځواکونه بیرته افغانستان ته  واستوي.

جنرال کېنټ مکینزي د افغانستان په هکله جالبې څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې امریکا افغانستان ته د بیرته تګ په هکله کار کوي.

د ده په وینا امریکا غواړي طالبان و ازمايي، خو زیاته کړې يې  ده چې دوی د افغان ځواکونو نه یوازي ملاتړي دي بلکې د وتلو له پلان سره سم پر دې هم کارکوي چې د حالت په ډيرو خرابیدو په صورت کې بیرته څنګه افغانستان ته وګرځي.

روان وضعیت

د مي میاشتي له لومړۍ نېټې څخه را په دې خوا د طالبانو له لوري د افغانستان په ګڼو ولایتونو د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې جګړې ترسره شوې او لاهم روانې دي چې تراوسه پوري يې زیاتي ولسوالۍ هم له لاسه ورکړې دي.

Comments are closed.