The news is by your side.

افغان حکومت د ناټو د کومې پرېکړې هرکلی کړی؟

 

خبریال وېبپاڼه/ بهرنیو چارو وزارت ویلي، ترهګري لا هم افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو ګواښ دی او ښه به وي چې نړیوال له افغانستان سره په ګډه ددغې پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي.

بهرنیو چارو وزارت د ناټو د غړو هېوادونو له هغې پرېکړې هرکلی کړی چې ویلي یې وو، په افغانستان کې د تېرو لاس ته راوړنو په ساتنه کې همکاري او مرسته کوي.

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو چې په بروکسل کې یې غونډه لرله، هلته یې د مهمو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي.

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو ویلي، له افغانستان به سرتېري وباسي خو ددغه هېواد له امنیتي برخو سره به مالي مرسته او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.

ناټو زیاته کړې، په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په امنیت کې هم مرسته کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي، ناټو په څلورو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

دده په خبره د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ تر څنګ د مهمو بنسټونو ساتلو کې هم ناټو سازمان د همکاریو دوام ته ژمن دی.

د ناټو عمومي منشي همدا راز ویلي، دوی په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت د تامین لپاره پر مالي مرستو هوکړه کړې ده او په دې برخه کې به همکار وي.

تر دې وړاندې ویل کېدل چې ښایي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت مسوولیت ترکیې هېواد ته وسپارل شي خو طالبانو پر دې څرګندونو غبرګون ښودلی و او ټینګار یې کړی و چې ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستان ووځي.

Comments are closed.