The news is by your side.

صالح د کابل او ولایتونو د امنیت تامین کیسې وکړلې

خبریال ویب پاڼه/ کابل او نورو لویو ښارونو کې هره ورځ ترورونه، چاودنې، جګړې، جنايي پیښي او داسې نور د خلکو ژوند او راتلوونکی  ګواښي چې دولت د حالت په کابو کولو کې پاتي راغلی.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسوک پاڼه باندې د خیر خیریت لیکنه کړې او د شپږ نیمو بجو راپور يې یوځل بیا خپور کړی.

په راپور کې ویل شوي چې کابل کې د۹۰۰ ترهه ګریزو پیښو مخه نیول شوې ده د ده په وینا چې د افغان ولسمشر په غوښټنه د شپږ نیمو بجو غونډو دوام پیدا کړی چې موخه يې دا ده ترڅو په کابل او ولایتونو کې امنیت تامین او د هر ډول احتمالي خطرونو مخنیوی شوی وي.

که څه هم ولسمشر او نور ټول د شپرنیمو بجو غونډه او نوري همې د کابل او ولایتونو د امنیت د تامین لپاره مفیدې بولي خو په ورځني ډول سره ډیري پیښي په کابل او نورو ښارونو کې رامنځ ته کیږي چې دولت ورته عاجزه دی.

وروسته له هغه چې  څو میاشتي وړاندې په کابل کې امنیت خراب جنايي پیښې زیاتې شوې نو افغان ولسمشر خپل لومړی مرستیال امرالله صالح د کابل د امنتیت مسؤل وټاکه او له هغه وخته د شپږ نیمو بجو غونډې لړۍ هم پیل شوه چې تراوسه ادامه لري اما مهموالی يې تراوسه نه دی ثابت شوی

صالح د نني راپور پر مټ ویلي چې د ۹۰۰ ترهه کریزو پیښو مخه نیول شوې خو په ورځني ډول سره اوس هم کابل کې هدفي وژنې جنايي پیښې او بمي چاودنه رامنځ ته کیږي چې خلک يې ډیر اندېښمن کړي.

عام خلک بیا دولت د امنیت په تامین کې پاتي راغلی بولي او وايي چې دوی د خپل ځان ماشومانو او راتلوونکي په هکله خورا اندېښمن دي او باید حالات سم شي.

د دولت له لوري هڅې روانې دي او په خپلو ادعاو کې وايي د کابل او ولایتونو د امنیت د تامین لپاره ګامونه پورته کوي خو ورځ تر بلې د کابل او ولایتونو امنیت نور  هم  خرابیږي په یو شمېر ولایتونو کې درنې جګړې او په یو شمېر ښارونو کې بریدونه په ټوله کې د ټول افغانستان نا امني ده

Comments are closed.

koi finance