The news is by your side.

ترکیه: پاکستان هڅوو چې په طالبانو فشار راوړي

 

خبریال وېبپاڼه/ د سولې خبرو له ټکني کېدو او ورسره د جګړې له زیاتېدو دا ځل ترکیې ویلي چې دوی به د افغان سولې په برخه کې خپل رول ادا کړي.
ترکي چارواکو په ترکیه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.
دوی دا ځل جالب او په عین حال کې مهمې همکارۍ ته لاس اچولی دی او ویلي یې دي چې دوی به په غیر مستقیم ډول په طالبانو فشار راوړي چې خبرو ته حاضر شي.
ترکیې د دې کار لپاره پاکستان د الې په توګه یاد کړی دی او ویلي یې دي چې دوی به پاکستان وهڅوي چې طالبانو مجبور کړي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
ترکي لوري ویلي دوی پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رښتینې همکارۍ ته هڅوي او ډاډ ورکوي چې دغه هېواد به د روانې جګړې په ختمولو کې مرسته وکړي.
د هغوی په خبره، چې د سولې خبرې د پاکستان له همکارۍ پرته ناشونې دي چې بریالۍ شي، ځکه خو دوی چمتو دي چې پاکستان وهڅوي چې طالبانو خبرو ته حاضر کړي.
حنیف اتمر بیا په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان په سوله کې د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه ده او ترکیه د افغانستان د ملګري هېواد په توګه په دې برخه کې ډېرې همکارۍ کولی شي.
هغه هیله ښودلې چې د ملګرو هېوادونو په مرسته روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي او افغانستان د ابادۍ نوي فصل ته داخل کړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې تر بل هر وخت جګړې زور اخیستی دی او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي چې عام افغانان یې سخت ناهیلي کړي دي او په یو ډول خپل او د وطن برخلیک تیاره ویني.

Comments are closed.