The news is by your side.

جرمني وايي، خپل افغان همکاران جرمني ته بیایو

 

خبریال وېبپاڼه/ تر امریکا، استرالیا، کاناډا او ناټو یو شمېر غړیو هېوادونو وروسته دا ځل جرمني خپلو افغان همکارانو ته د وېزې د ورکولو تابیا ښوولې ده او ویلي یې دي چې خپل افغان همکاران جرمني ته بیايي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی به یوازې هغو افغانانو ته وېزې ورکوي چې له دوی سره یې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال کار کړی وي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر «هارست سیهوفر» ویلي، چې دوی به یوازې هغو سلګونه افغانان له افغانستانه وباسي، چې له دوی سره یې کار کړی وي او همکاران یې پاتې شوي وي.
د دوی په خبره، چې دا هغه افغانان دي چې له ۲۰۱۳ راهیسې په افغانستان کې د جرمني له پوځیانو سره نږدې پاتې شوي دي او په ماموریت کې یې ورسره همکاري کړې وي.
له جرمني مخکې د برتانیا او امریکا په ګډون د ناټو ځینو نورو غړو هېوادونو هم ویلي وو، چې دوی به له افغانستانه تر وتو وروسته هغه افغانان له ځان سره وباسي، چې له دوی سره یې کار کړی وي.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر پیل شوی او ویل کېږي چې د روان کال د سپتمبر تر ۱۱مې وروسته به په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت په بشپړه توګه پای ته ورسوي.
په همدې حال کې بیا طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي دي چې دوی له هغو افغانانو سره کار نه لري چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی وي او په وینا یې دوی دې ازاد خپل ژوند وکړي.
که څه هم د طالبان اعلامیه یو اطمینان و، خو دې ته په پام چې طالبان یوه ترهګره او بې باوره ډله ده، ښايي دغه ډله هغه افغانان د بهرنیو ځواکونو تر ویستلو وروسته په نښه کړي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی وي.

Comments are closed.