عبدالله وايي، طالبان د جګړې له لارې واک ته د رسېدو په فکر کې دي
خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې مذاکراتي ټیمونه ناست دي او دې ته په تمه دي چې خبرې بیا پیل کړي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي دي چې طالبانو د خبرو له لارې د روانې لانجې حل نه غواړي.
عبدالله ویلي، چې طالبان د سولې په برخه کې سیاسي حللارې ته لېوالتیا نه لري او په خبره یې چې دا ډله د پوځي پرمختګ سوچونه کوي، څو د جګړې له لارې واک ته ورسېږي.
عبدالله پرون له اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل، چې طالبان د بهرنیو ځواکونو وتل د خپل پوځي پرمختګ لپاره ګټور بولي او د خبرو له لارې سولې ته د رسېدو په برخه کې یې هڅې کمزورې کړې دي.
د عبدالله په خبره، چې طالبانو ته ممکن ځان پیاوړی ښکاري، خو په وینا یې چې د دوی دا ډول محاسبه غلطه ده او په هېڅ صورت بریا ته نه شي رسېدای.
عبدالله په خپلو خبرو کې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډه ته په اشارې هم ویلي، چې دا ناسته به هغه وخت کېږي، چې دواړه لوري د سولې خبرو ته جدیت ښکاره کړي.
بلخوا طالبان دا ادعاوې ردوي او زیاتوي چې دوی د سولې په برخه کې تر پوځي لارو مذاکراتو ته ژمن دي.
د دې ډلې د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم تېره شپه رسنیو ته ویلي، چې دوی د پوځي لارو پرځای همېشه پر مذاکراتو ټینګار کړی او پر دولت یې تور پورې کړی چې له اختر وروسته د افغان دولت پلاوي د خبرو لپاره تیار نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی او ورسره هممهاله په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده چې عام افغانان یې سخت ناهیلي کړي دي.
Comments are closed.