The news is by your side.

قطر د افغان سولې په هکله خواشینوونکی پیغام ورکړ

خبریال ویب پاڼه/ د قطر په ګډون یو شمېر سیمه ییز هېوادونه او په عموم ډول ټول افغانستان د افغان سولې خبرو د ټکني بهیر څخه زړه تنګې شوې او څو میاشتي کیږي چې دا خبرې په ټپه ولاړې او هیڅ نتیجه يې نه ده  ورکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن په خپلو تازه څرګندونو کې د افغان سولې په هکله انتقاد کړی او دا خبرې يې سمې نه دي بللې.

هغه خبر ورکړی څومره چې لازمه ده د افغانړ سولې پروسه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او زیاته کړې يې ده چې د بهرنیو سرتیرو د وتلو اعلان چې په خنډ ترسره شو نو مرسته یې وکړه چې د سولې روانه پروسه نوره هم اوږده کړي.

هغه وویل چې باید افغان دولت او طالبان پر اوربند سلا شي او د هېواد د راتلوونکې په هکله مهمه هوکړه وشي، تر اوسه پوري له تیرو دوه کلونو را په دې خوا قطر کې د سولې خبرې پيل شوې خو په افغانستان کې يې د جګړې او مرګ ژوبلې په کمولو کې هیڅ راز مرسته نه ده کړې.

یوازي دوه ورځې وړاندې د طالبانو او دولت مرکه چي پلاوو، د تماس ډلو ترمنځ ناسته شوې وه چې دا ناستې هم ابتدايي ناستې دي او د سولې  په برخه کې کوم رول نلري.

د ترکیې کنفرانس

د افغانستان په اړه څلور میاشتي وړاندې اهم دا هڅې  پیل شوې چې د ترکیې استانبول کې به کنفرانس جوړیږي او په هغه کې به پر برخلیک ټاکوونکو مواردو بحث کیږي موده هغه مهال طالبانو هم په دې کنفرانس کې د ګډون ویلي وو، خو کله چې امریکايي او بهرني ځواکونه د مي تر لومړۍ نېټې پوري له افغانستانه ونه وتل نو طالبانو په دې کنفرانس کې له ګډون څخه ډ ډه وکړه او ويې ویل ترڅو چې ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وتلي نه وي دوی په هیڅ یوه کنفرانس کې ګډون نه کوي، وروسته له هغه امریکا او ناټو تر راتلوونکې سپټمبر میاشتي ۱۱ نېټې پوري د خپلو ټولو سرتیرو د وتلو نېته اعلان کړه چې طالبانو په دې کنفرانس کې د ټیټي کچې ګډون کوي او ورسره هممهاله يې په دې هېواد کې جګړده هم سخته کړه.

Comments are closed.