The news is by your side.

پاکستان کې د امریکا د اډو په هکله د عمراخان توند او نوی دریځ

خبریال ویب پاڼه/ باورونه خو دا دي چې پاکستان امریکايي ځواکونو ته له افغانستانه تر وتلو وروسته اډې ورکوي خو اوس د دې هېواد لومړي وزیر عمرانخان په دې هکله توند غبرګون ښودلی.

هغه ویلي له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو په وتلو سره به سي ای اې ته د دې لپاره چې دوی له پآکستانه په افغانستان کې د ترهه ګرو پر ضد عملیات وکړي قعا اجازه ورنکړي.

عمرانخان په یوه تازه مرکه کې  دا څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده دوی امریکا ته د اډو جوړولو اجازه قعا نه ورکوي او نه به هم  داسې وشي چې امریکا به له دې ځایه افغانستان کې ترهه ګر په نښه کوي.

تر دې وړاندې هم پآکستان او هم امریکايي چارواکو په دې هکله نوې څرګندونې کړې او ویلي یې وو، چې امریکا او پاکستان یوې هوکړې ته رسیدلي او پاکستان به د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته امریکا ته اډې ورکړي او له دې ځایه به د افغانستان خاوره کې ترهه ګر په نښه کوي خو اوس عمران خان په تنده لحجه ویلي چې امریکا ته د اډو جوړولو اجازه قطعا نه ورکوي.

ایا د عمران خان خبرې رښتیا دي؟

تراوسه پوري پاکستان په سیمه ییزو مسلو موضوعاتو کې یوازي  پر خپله ګټه او ځان حساب کړی ښايي دا يې د لوبې بدلیدلو یو اړخ وي او په اوس وخت کې د دې موضوع د حساسیت په هکله اقرار نه شي کولای خو کوم څه چې پاکستان وايي د تاید وړ نه بلکې کوم څه چې پاکستان کوي د تاید وړ دي پاکستان د تاریخ په اوږدو کې  دوه دوه ژبی ثابت شوی او داسې ښکاري چې په پټه يې د پیسو بدل کې امریکا سره د اډو جوړولو هوکړه کړې خو اوس چې  په کور دننه پاکستان او د طالبانو له لوري دا موضوع د حساسیت وړ دی په دومره لویه کچه يې دولتي چارواکې هم درواغ وايي او اقرار کوي چې امریکا ته يې  اډې نه دي ورکړې او نه به يې هم ورکړي.

د موضوع مهم اړخ طالبان دي چې باید پاکستان يې تر یوې کچې خیال وساتي ځکه دوی اوس د پاکستان لپاره موخه وهي او په یوه توده جګړه کې دي

Comments are closed.