The news is by your side.

  د ترکیې کنفرانس  په هکله نوې خبري څه وخت جوړیږي؟

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان په اړه څلور میاشتي وړاندې اهم دا هڅې  پیل شوې چې د ترکیې استانبول کې به کنفرانس جوړیږي او په هغه کې به پر برخلیک ټاکوونکو مواردو بحث کیږي موده هغه مهال طالبانو هم په دې کنفرانس کې د ګډون ویلي وو، خو کله چې امریکايي او بهرني ځواکونه د مي تر لومړۍ نېټې پوري له افغانستانه ونه وتل نو طالبانو په دې کنفرانس کې له ګډون څخه ډ ډه وکړه او ويې ویل ترڅو چې ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وتلي نه وي دوی په هیڅ یوه کنفرانس کې ګډون نه کوي، وروسته له هغه امریکا او ناټو تر راتلوونکې سپټمبر میاشتي ۱۱ نېټې پوري د خپلو ټولو سرتیرو د وتلو نېته اعلان کړه چې طالبانو په دې کنفرانس کې د ټیټي کچې ګډون کوي او ورسره هممهاله يې په دې هېواد کې جګړده هم سخته کړه.

د ترکیې کنفرانس

که څه هم طالبانو او افغان دولت دواړو د ترکیې کنفرانس کې ګډون منلی خو بیاهم د دې کنفرانس برخلیک نالوم دی او تراوسه هیڅ درک نه شته چې دا کنفرانس به څه وخت جوړیږي داسې نظریات هم موجود دي چې ښايي دا کنفرانس پر مخ جوړ نه شي او ځینې بیا وايي چې  که دا کنفرانس جوړیږي نو همدا یې وخت خو که اوس وخت کې جوړ نه شي نو بیا ګټه نلري.

نوې خبرې څه وخت دا کنفرانس جوړیږي؟

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو تازه څرګندونو کې د ترکیې کنفرانس په هکله ویلي چې د ترکیې کنفرانس لغو شوی نه دی ولې دا غونډه به هغه وخت جوړیږي چې افغان دولت او طالبان د سولې جدي خبرو ته چمتو شي.

په ورته وخت کې ترکیې بیا ویلي د پاکستان له لارې پر طالبانو فشار زیاتوو، چې سولې ته چمتو شي

ترکي چارواکو په ترکیه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.
دوی دا ځل جالب او په عین حال کې مهمې همکارۍ ته لاس اچولی دی او ویلي یې دي چې دوی به په غیر مستقیم ډول په طالبانو فشار راوړي چې خبرو ته حاضر شي.
ترکیې د دې کار لپاره پاکستان د الې په توګه یاد کړی دی او ویلي یې دي چې دوی به پاکستان وهڅوي چې طالبانو مجبور کړي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
ترکي لوري ویلي دوی پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رښتینې همکارۍ ته هڅوي او ډاډ ورکوي چې دغه هېواد به د روانې جګړې په ختمولو کې مرسته وکړي.
د هغوی په خبره، چې د سولې خبرې د پاکستان له همکارۍ پرته ناشونې دي چې بریالۍ شي، ځکه خو دوی چمتو دي چې پاکستان وهڅوي چې طالبانو خبرو ته حاضر کړي.

Comments are closed.