The news is by your side.

د ایران نوی ولسمشر  ابراهیم رییسي څوک دی

خبریال ویب پاڼه/ تیره ورځ په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې چې لومړنۍ پایلي ښيي چې سختدریځي ابراهیم رییسي د دې رایو ۷۲ سلنې خپلې کړې او له حسن روحاني وروسته به د ایران ولسمشر شي.

حسن روحاني دوه دورې د ایران ولسمشر او نسبا معتدله سړی وو، خو رییسي چې د مذهبي مشرانو له ملاتړ څخه برخمن دی تر روحاني سختدریځی او خپلې حکومتولۍ ته ښايي مذهبي او سخته بڼه هم  ورکړي.

لومړنۍ وړاندوینې او پایلي ښيي چې رییسي  تر نورو رقیبانو مخ ته او ډیري زیاتي رايي چې  ۷۱ سلنه جوړوي ګټلې چې په دې سره کولای شي تر روحاني وروسته د ایران نوی ولسمشر شي.

ابراهیم رییس چې د مذهبیانو له ډلې دی په ۱۳۳۹ کال کې زیږیدلی او خپلې زده کړې يې د دکتورا تر کچې په فقه او شخصي حقوقو کې کړې دي

ابراهیم رییسي تر دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې مهمې دولتي څوکۍ تر سره کړې او همدارنګه يې د لوی څارنوال قاضي، د ټول هېواد د قضائیه قوې مشر او نورې دندې ترسره کړې دي.

رییسي د خپل ژوند په دوام د هغه څلور کسیزه پلاوي غړي هم وو چې په ۱۳۶۷ لمریز کال کې يې د سیاسی بندیانو د ټولنیزز اعدام حکم ورکړ او هغوی اعدام کړل شول.

رییسي وړاندې کلونه هم زیات کوښښ وکړ ترڅو د ایران ولسمشر شي خو هغه مهال حسن روحاني  تر ده وړاندې او رایه یې ترې وګټله، خو اوس ایله په خپله موخه کې بریالی شو، او وتوانید چې زیاته رایه واخلي.

رییسي د خپل افراطي ژوند او افراطي دندو له کبله د اروپايي ټولنې، بشري حقونو څار نړیوال سازمان او امریکا له لوري په بشري سرغړونو او جنایت هم تورن دی او له دې امله ښايي د دې بنسټونو او هېوادونو تورو لیستونو کې هم وي.

رییسي د ایراني مذهبیانو اخوندي کړۍ مهمه مهره ده چې اوس يې دادی واک ته هم ورسوله دوی به اوس یو ځل بیا د واک د انحصار له امله یو شمېر کارونه ترسره کړي.

خو پوښتنه داده چې ایرانیانو ولې یوه افراطي ولسمشر چې د اخوندانو ملاتړ ورسره دی رایه ورکړه او هغه يې خپل راتلوونکی زعیم وټاکه داسې فکر کیدی چې ایرانی ولس بدلون غوښتوونکی دی خو هغه ادعاوې ناحقه ثابتې شوې

Comments are closed.