عبدالله ګاونډیانو ته: د افغانستان چارو کې لاس وهنه مه کوئ
خبریال ویب پاڼه/ عبدالله په د انتیالیا غونډه کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د کورنیو چارو کې د لاس وهنې پر ځای د اوږد مهاله سولې او ثبات لپاره کار وکړئ.
د ملي روغې جوړي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د طالبانوپه وړاندې خپله چوپتیا ماته کړې او دوه تر درې ځله يې دا ډله تورنه کړه چې خبرو ته ارزښت نه ورکوي او غواړي په زور دولت ونیسي
عبدالله زیاته کړې دا چې بهرني ځواکونه په وتلو دي او ټول به ووزي طالبان له جمهوریت سره معاملې ته لیواله نه دي او داسې نښې شته چې وسلوال طالبان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې د نظامي پرمختګ په لټه کې دي.
نظامي پرمختګ
د عبدالله له دې خبرو ښکارو چې په وروستیو کې طالبانو نظامی پرمختګ کړی او د هر ولایت نژدې یوه یا دوې ولسوالۍ يې نیولې او لاهم د دوی پرمختګ روان دی، اوس داسې فکر کیږي چې طالبان و توانیدل له دې ولسوالیو څخه ځان تر ډيره بریده تجهیز کړي او هغه ستونزې چې د وسلو او مهماتو په برخه کې درلودې هغه هم رفعه شوې ځکه نو اوس يې دولت هم مني پخوا به د له لاسه وتلو ولسوالیو د نیولو لپاره حتمي یو څه کیدل خو اوس هیڅ پلان نشته چې څنګه بیرته له لاسه وتلې ولسوالۍ او سیمې ونیول شي.
د انتیالیا ډیپلوماسي غونډې ته په خبروکې عبدالله وویل طالبان غواړي د زور له لارې بریا ته ورسیږي چې دا به د دوی له لوري تر ټولو غلطه محاسبه وي.
طالبان څه وايی
وسلوال طالبان جګړه کول ثواب او خپل حق ګڼي او داسې فکرونه دي چې د دوی له لوري د جګړې دوام حق غوښتل او جهاد دی خو په اوسنۍ مقطع کې د افغانستان روانه جګړه ناروا بلل شوې د نړۍ نژدې ټولو عالمانو فتواوې ورکړې چې په افغانستان کې پیل شوې جګړه ناروا او ورور وژنه او باید ژر تر ژر بنده شي خو له بده مرغه باید ووایو چې دا جګړه ورځ تر بلې سختیږي مهار کیږي نه عام خلک اوس بیخي د سولې د خبرو پر نوم پروسه باندې خاندې او دا هسې د وخت ضایع بولي
Comments are closed.