The news is by your side.

د اتو ولسوالیو د سقوط ادعاوي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې اوس هم د طالبانو او افغان دولت ترمنځ درنې جګړې روانې دي طالبانو په تازه ادعا وو، کې ویلي چې د یو شمېر ولایتونو اته ولسوالۍ يې نیولې دي.

تازه د سمنګان، درې صوف، تخار بهار، جوزجان مردیان او د فاریاب خواجه سبز پوش، د دې ولسوالیو د نیولو پخلی د دې ولایتونو ولایتي شوراګانو هم کړې دی او ویلي یې  دي چې دا ولسوالۍ د دولت له لاسه وتلې دي.

طالبانو بیا ادعا کړې چې د پکتیا میرزکه، د نیمروز خاشرود، د فراه پشتکو او د فاریاب جمه بازار ولسوالۍ هم دوی نیولې دي خو تراوسه پوري دا راپورونه دولت نه دي تائید کړي

د نیمروز ولایتي چارواکي وايي چې خاشرود ولسوالۍ سقوط نه دی کړی

په ورته وخت کې د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې يې ۲۶۰ طالبان وژلي او ۱۶۰ نور ژوبل کړي دي.

تراوسه پوري لاهم امنیتي وضعیت په هیڅ یوه ولایت کې کابو شوی نه دی او نژدې هره ورځ د نویو ولسوالیو د نیولو خبرونه ورکول کي کيږي.

افغان حکومت نظامي برخه بدلونونه را وستلي

د افغانستان د ولسمشر د نویو حکمونو له مخې بسم الله محمدي د هېواد دفاع ، عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو د نویو سرپرست وزیرانوو او همدارنګه ولي محمد احمدزی د پوځ لوی درستیز و ټاکل شول دوی تمې لري په هېواد کې به اوسنی امنیتي وضعیت کنټرول شي.

که څه هم د دولت له لوري وروستۍ ګمارنې هم داسې فکر نه کیږي چې د امنیت په برخه کې دي ښې ثابتې شي په هېواد کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکې وايي چې د حکومت له لوري وروستۍ ګمارنې نه شي کولی چې د امنیت په برخه کې ښې ثابتې شي ځکه په وینا يې وزارتونو ته په اوسنیو شرایطو کې باید مسلکي او په کار پوه کسان ورته وګمارل شي ترڅو وکړای شي چې د اوسني خراب امنیتي وضعیت په کابو کولو کې کوښښ وکړي خو اوسني بدلونونه د دوی ناخوښه او له دولت څڅه غوښتنه کوي چې واقعي بدلونونه دي راولي او د هېواد د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره باید نهايي هڅه وشي ځکه چې هره ورځ امنیتي پیښي او د ولسوالیو سقوط نور د منلو وړ نه دی

Comments are closed.