The news is by your side.

د طالبانو، هند او ډیورنډ په هکله د قریشي تازه څرګندونې

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خپلې مرکې په پاتي برخه کې چې له طلوع نیوز سره يې کړې وه نن بیاهم مهمې څرګندونې وکړې چې د طالبانو او هند په  هکله يې ترسره کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې طالبان په پاکستان کې نشته او هیڅ یوه شورا هم په دې هېواد کې نلري د قریشي په خبره چې باید افغانان له پخواني فکره راووزي او وګوري چې نړۍ کې څه کیږي.

د پي ټي ام د مشرانو د نیونې په هکله ده وویل هر څوک چې قانون ماتونه وکړي و به نیول شي خو د د ې پوښتنې ځواب چې ولې طالبان نه نیول کیږي وویل زه ستاسو د ملي امنیت د مشاور غوندي نه یم چې په دې  حساسو شرایطو کې ناحقه خبرې وکړم.

د قریشی څخه پوښتنه وشوه ملاهیبت الله او د طالبانو نور مشران چیري دي؟ هغه وویل په دې هکله تاسو د خپل ملي امنیت او یا هم دولت څخه پوښتنه وکړي طالبانو په کوټه کې شورا نه بلکې په افغانستان کې شوراګانې لري.

قریشي  د خپل ځان د بې ګنا ثابتولو لپاره وویل چې په افغانستان کې بهرنۍ کړۍ شته چې د دوی پر خاوره برید کوي او په بلوچشتان کې هم فعالیتونه کوي  خو موږ اجازه نه ورکوو.

له قریشي څخه پوښتنه وشوه ایا تاسو شیخ عبدالحکیم سره نه دي لیدلي چې د لته راغلی قریشي وویل زه هیڅ نه پوهیږم هغوی موږ نه یو خبر کړي زه د پاکستان دولت یو منتخب استازی یم

قریشي د هند په هکله

شامحمود قریشي د هند او افغانستان نژدې اړیکو باندې هم نیوکه وکړه ده وویل هند ستاسو سره سرحد نلري خو دا هېواد د افغانستان ځمکه زموږ پر ضد کاروي هغوی د تروریستي فعالیتونو پرمټ دا کار ترسره کوی، ځکه په دې هکله موږ استخباراتي مالومات لرو او یو چا دا راته تائید کړې ده چې د هند له لوري بلوچستان کې تروریستي فعالیتونه ترسره کیږي او موږ يې ګورو او وینو.

قریشي د ډیورنډ په هکله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي د خپلو خبرو په دوام وویل چې زموږ غوښتنه دا ده چې د ډیورنډ کرښه باید د یوه نړیوالې سرحدي کرښې په توګه و پېژندل شي. زما له نظره دا یو رسمي سرحد دی او موږ هیڅکله دا بحث له افغان طرف سره شریک کړی هم نه دی ځکه اړتیا يې هم نشته ځکه دا یو رسمي سرحد دی

قریشي د خپلو خبرو په دوام هیڅکله پاکستان ګناه کار نکړ چې دوی دي کومه خطا یا تعدا له افغانستان سره کړې وی ولې لا يې  هم ځان پر حق باله

Comments are closed.