The news is by your side.

پر ډیورنډ موقتي کرښه د پاکستان ناوړه کړنې اغزن تار ۸۸ سلنه لګیدلی

خبریال ویب پاڼه/ له تیرو څو کلونو را په دې خوا د پښتون ملت پر سینه باندې پاکستانی دولت په جبر توګه د اغرن تار کشولو پروژه عملي کوي چې تراوسه پوري څو ځله په دې باب افغانانو جګړې هم کړې دي.

خو ویل کیږي چې پاکستانی دولت د دې پروژې د ترسراوي لپاره جدي دی او یوازي ۱۲ سلنه کار پاتي دی چې دا ناوړه پروژه بشپړه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شیخ رسید د پاکستان ملي اسمبلۍ ته ویلي چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه باندې د اغزن تار لګولو پروژه روانه ده او ډیر به د ټولو پروژې چارې بشپړې شي.

شیخ رشید د خپلو خبرو پرمهال وویل تر اوسه  پوري د دوی کړنو د اغزن تار لګولو پروژه ۸۸ سلنه بشپړه کړې، افغانستان اوس مهال د پاکستان تر ولکې لاندې د یو شمېر افغان ښارونو د وګړو چې پښتانه دي اندېښنه او څو ځله يې د دې پروژې په هکله له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې بنده کړل شي او تر دې ها خوا په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې د افغان ځواکونو او پاکستاني میلشه وو، ترمنځ درنې جګړې هم شوې چې په دې برخه کې موږ شهیدان هم ورکړي دي، او تر یوې کچې مسؤلیت ادا شوی خو دا چې په دولتي کچه دا موضوع څومره د بحث وړ ده تراوسه پوري مالومه نه ده.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنی وزیر شامحمود قریشي هم د ډیورنډ کرغېړنې کرښې په هکله خپلې تازه څرګندونې کړې او دا کرښه يې هغه رسمي سرحد یا کړی او ویلي يې دي چې په دې هکله د بحث کولو وخت هم نلري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي د خپلو خبرو په دوام وویل چې زموږ غوښتنه دا ده چې د ډیورنډ کرښه باید د یوه نړیوالې سرحدي کرښې په توګه و پېژندل شي. زما له نظره دا یو رسمي سرحد دی او موږ هیڅکله دا بحث له افغان طرف سره شریک کړی هم نه دی ځکه اړتیا يې هم نشته ځکه دا یو رسمي سرحد دی

قریشي د خپلو خبرو په دوام هیڅکله پاکستان ګناه کار نکړ چې دوی دي کومه خطا یا تعدا له افغانستان سره کړې وی ولې لا يې  هم ځان پر حق باله

Comments are closed.