The news is by your side.

د جګړې مشروعیت: ولسمشر وايي نه یې لري، طالبان يې جهاد بولي

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د روانې جګړې په هکله بیلابیل نظریات موجود دي چې ډیری يې ورور وژنه او طالبان يې بیا جهاد بولي د دې جګړې په هکله د نړۍ ډیری دیني عالمانو هم نظریات ورکړي.

ولسمشر محمد اشرف له نړیوالو غوښتي چې د طالبانو په هکله بې تفاوته پاتي  نه شي او د دې ډلې په هکله بې طرفي اختیا نه کړي د ده په خبره د طالبانو له لوري روانه جګړه هیڅ مشروعیت نلري.

ولسمشرغني چې په ارګ کې يې دا څرګندونې کولې وویل ټول باید پوی شي اوس د پاکستان دینی عالمانو هم ومنله چې د افغانستان روانه جګړه هیڅ راز مشروعیت نلري او د دوی په لاس جګړه اوس مهال هیڅ مشروعیت ورته پاتي نه دی که قدرت غواړي نو ښه لاره یې د ولس رایه ده.

د غني په خبره چې په افغانستان کې هرڅه او بشري قوانین ټول تر پښو لاندې شوي او نړیوال نه شي کولی چې افغانانو او طالبانو ته په بې پرې سترګه وګوري.

جګړه او طالبان

طالبانو د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره خپلو جنګیالیو ته ویلي چې ستاسو جګړه جهاد دی او باید ادامه ورکړي دوی په تیرو څرګندونو کې جګړه خپل بللی او زیاته کړې يې ده چې بریا ته نژدې شوي.

د دوی  له انده د سولې خبرو او جګړې ته پر یوه وخت دوام ورکوي او خپلو موخو ته ځان رسوي خو داسې ښکاري چې طالبان د سولې کولو پرځای پر  هغه چې دوی يې فکر کړی و به یې ګټي فکر کوي چې هغه جګړه ده.

په دې وروستیو خپله طالبانو ویلي چې تر ۴۰ ډیري ولسوالۍ یې نیولې چې په هکله يې افغان دولت څه نه دي ویلي خو نژدې هره ورځ د دوه درې او یاهم تر دې د ډیرو ولسوالیو د سقوط خبرونه ورکول کیږي چې دولت يې د بیا نیولو په هکله تراوسه هیڅ تصمیم نه دی نیولی.

طالبان د خپلې جګړې د مشروعیت دعوه لا هم کوي او دا حکومت په بې لارۍ تورنوي او هوډ يې کړی چې په جګړه ماتي ورکوي چې دا به د طالبانو لپاره هیڅ ښې پایلې ونه لري او نه به هم طالبانو ته اجازه ورکړل شي چې دولت دي په زور ونیسي

Comments are closed.