The news is by your side.

ملا برادر مقاله لیکلې مهم ټکي يې، راتلوونکی نظام، ښځې او اقلیتونه

خبریال ویب پاڼه/ د وسلوالوطالبانو مشران ورځ تر بلې د نړۍ پر دودنو ځان سموي او نن يې د قطر دفتر مرستیال ملابرادر د روانو حالاتو په کله مقاله لیکلې چې د لته یې مهم ټکي را اخیستل شوي.

ملابرادر تر ټول ټینګار پر دې کړی چې دوی بین الافغاني مذارکراتو او په افغانستان کې د یوه اسلامي حکومت رامنځ ته کولو ته ژمن دي او نړیوال دي افغانانو ته د خپلې خوښې نظام جوړولو اجازه ورکړي.

د طالبانو  سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر  په یوه خپره کړې مقاله کې ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د سولې راوستلو ته ژمن او همدا رنګه بله موخه یې په دې هېواد کې د یوه اسلامی نظام راوستل دي، چې د دې نظام په هکله يې پوره مالومات نه دي ورکړي.

طالبانوتل ویلي په افغانستان کې اسلامي نظام غواړي خو د دې نظام په هکله يې پوره مالومات نه دي ورکړي، په سیمه ییزه او نړیواله کچه د طالبانو د امارت د بیا راتګ سره کلک مخالفت موجود دی ځکه نو طالبان د اسلامي نظام نه وايي خو ښايي خپل امارت يې محور وي.

برادر وړاندې ویلي په راتلوونکي حکومت کې به یې د ښځینه وو، په ګډون ټول اقلیتونه ځای ولري او د ځوانانو حضورته ځانګړی اهمیت ورکول شوی ځکه ښايي اړتیا يې بللې وي.

هغه په ټینګار سره ویلي چې له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو غوښتوونکې دي او له دوی یې هیله کړې چې اجازه ورکړي ترڅو افغانان پر خپل زړه یو مستقل هېواد جوړ کړي.

برادر د مرستندویه نهادونو په هکله یوځل بیا خپله ژمنه تازه کړې او زیاته کړې يې ده چې دا سازمانونه په ازاده توګه کولای شی د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې فعالیت وکړي.

ملابرادر مهم څه هیر کړي؟

ملابرادر په خپله دې مقاله یوازي د خپلې خوښې  وړ توکي لیکلي هغه د وروستیو جګړو تاوتریخوالي او ژمنو د نه عملي کولو په هکله هیڅ هم نه دي ویلي په دې وروستیو کې طالبانو جګړې زیاتې کړې چې ولسمشر غني تازه یو ځل بیا ویلي د طالبانو له لوري روانه جګړه هیڅ مشروعیت نلري.

که څه هم ملابرادر اخوند د سولې خبرې یادې کړې خو داسې ښکاري چې طالبان اوس د سولې خبرو ته هومره ارزښت نه ورکوي  لکه جګړې ته چې يې ورکړی

Comments are closed.