The news is by your side.

د پاکستان او افغانستان تر منځ ناندريو زور نیولی

خبريال ويب پاڼه/ د پاکستان او افغانستان تر منځ ډيپلوماتیکو ناندريو تر منځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په يوه خپره شوي خبر پاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وروستۍ څرګندوني د پاکستان پر وړاندي بې بنسټه او د سولي پروسې تخريبوونکي دي.
په اعلاميه کې راغلي افغان چارواکي باید ددې پر ځای چې پر پاکستان بې بنسټه تورنه ولګوې بلکې بايد د سولې په پروسه تمرکز وکړې.
د يادې خبر پاڼې په ځواب کې د افغانستان بهرنيو چارو وزرات هم يوه خبر پاڼه خپره کړي چې پکې د ښاغلي محب له څرګندونو څخه ننګه شوي او ويلي دي چې وروستيو هڅو ته په کتو پاکستان د طالبانو مالی ملاتړ ته زور ورکړی او په دغه ډول هڅو پاکستان غواړي د سولی پروسه ګډه وډه کړي.
هېره دې نه وي چې تيره شپه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شا محمود قریشي له طلوع نيوز سره په يوه ځانګړی مرکه کې وويل چې د پاکستان پالسې بدله شوي پاکستان په افغانستان کې د سولې راتګ ته لیواله دی او نه غواړي د افغانستان اوسنۍ کشاله له نظامي لارې هواره شې.
که څه هم قريشي د طالبانو ننګه کوله او هغوی روانه جګړې ته مشروعيت ورکول خو له افغان حکومت څخه يې وغوښتل تر څو له طالبانو سره کېنې او روانه جګړه دسولې له لارې هواره کړي.
شاه محمود قريشي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ايا افغان طالبان په کوټه او پېښور کې مرکزونو او شوراګانې نه لري؟
قريشي په ډير محطاطانه ډول په ځواب کې وويل چې تر اوسه هيڅ داسې څه يی نه دي ليدلي چې په پاکستان کې د افغان طالبان مشران شتون ولري.
که څه هم پاکستاني چارواکې په پاکستان کې د طالبانو له شتون څخه انکار کوي خو طالبان او طالب مشران په پاکستان کې مېشت دي او هلته يي مرکزونو او شوراګانې شتون لري په دوحه کې ناست ټول طالب مشران د مشورې کولو لپاره پاکستان ته راځې.
حتي ډيری شنوونکي په دې باور دي چې د طالبانو ټوله قومانده د پاکستان په لاس ده که پاکستان وغواې په طالبانو هر ډول غوښتنې منلای شې

Comments are closed.