The news is by your side.

طالبان په پاکستانیو چاندو د جګړې چمتوالی نیسي

خبریال ویب پاڼه/ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ لا هم روانه ده او ښايي اوس  یوازي لږ فیصدي پاتي وي چې دا به هم د سپټمبر تر ۱۱ مې نېټې بشپړه شي.

د راپورونو پر بنسټ ویل شوي چې د پاکستان تر ولکې لاندې یو شمېر ښارونو او همدارنګه د پاکستان خپلو شمېر ښارونو کې د افغان جګړې لپاره د طالبانو لپاره د پیسو ټولولو لړۍ پیل شوې.

رسنیو ته یو شمېر سیمه ییزو خلکو او سرچینو ویلي چې طالبان په غرونو کې له کان کیندونکو سره اوسیږي او هره جمعه بازار ته راځي او له سل څخه تر ۵۰ ډالرو پوري له هټیوالو د چندې پیسې اخلي.

سرچینې وايي چې طالبان په ښکاره ډول پر هټېوالو ګرځي او پیسې غواړي د وړاندې شویو مالوماتو پراساس ویل شوي پخوا به طالبانو په مسجدونو کې پیسې غوښتې خو اوس يې پر هيټوالو هم نظر دی دا هرڅه دوی په ښکاره کوي.

طالبان پر نورو مرستو سربیره چې پاکستان او نور سیمه ییزې کړې يې ورسره کوي د عامو خلکو له پیسو څخه هم تغذی کیږي او هر کال د چاندو له درکه میلیونونه ډالر د دې ډلې جنګي هستې ته ننوزي او بیا پرې افغانستان کې جګړه کوي.

د سرچینو له قوله حتی هر وخت په جوماتو نو کې طالبان وايي که څوک جهاد ته نشي تللی هغوی کولای شي چې له موږ سره نقدي مرستې وکړي او موږ همایه کړي.

تر ډيره بریده نظرونه همدا دي چې طالبان د دې مالي مرستو ترڅنګ نورې مالي منابع هم لري چې تراوسه يې پرې افغان جګړه روانه ساتلې او کولای شي له دې لارې میلیونونه ډالر خپلې بودجې ته جذب کړي.

د دې پیسو پر مټ طالبان ډيری هغه کسان چې په خپله خوښه ورسره جګړې ته نه ځي هم جذبوي او ډيری طالبانو ته مالي عایدات برابروي چې بیا هغه ورسره جګړې کولو ته ځي.

پاکستان په ښکاره ډول طالبانو ته دا ټولې زمینې مساعدې کړې خو  شامحمود قریشي په ډيري سپین سترګي سره وویل چې طالبان او کویټې شورا هلته نشته او دوی ټول (طالبان) په افغانستان کې  شتون لري خو له دې حقیقته يې سترګې پټې  کړې چې طالبان په د پاکستان دولت تغذیه کوي

Comments are closed.