The news is by your side.

ایا د پاکستان په مدرسو کې دا يوه ملا بدکاره دی؟

خبريال ویب پاڼه/ پاکستاني رسنيو داسې راپورنه خپاره کړي چې د لاهور ښار د پوليسو له خوا هغه ملا نيول شوی چې په يوه مدرسه کې يې له خپل طالب شاګرد سره بدکاري( جينسي تيری) کړی ده.
مفتي عزيزالرحن له هغه وروسته نیول شوی چې په ټولنېزو رسنيو داسې ويډګانې خپرې شوې چې په ويډيوګانو کې ښکاري مفتي عزيزالرحمن په مدرسه کې په خپل يوه شاګرد تيری کوي، که څه هم په ويډيو کې په ښکاره ډول نه ده واضيح شوي چې مشخص به کوم ځای وي خو په يوه ويډيو کې مفتي عزيزالرحمن قران کريم ته ورته کتاب په لاس کې نيول او داسې ښکاري چې جومات به وي له ياد شاګرد سره بد کار تر سره کوي.
مفتي عزيزالرحمن چې د پاکستان د جمعت علما اسلام ډلي مرستيال مشر او د لاهور ښار د ديني مدرسو مشر دی له خپل شاګر سره بدکاري منلي خو هغه په خپاره کړي بيان کې ويل چې د ته د ياد شاګر له خوا داسې درمل ورکړل شوي چې دی بې هوښه په ځان نه دی پوهېدلی، مفتي عزيزالرحمن ياد بیان د يوې ويډيو په بڼه خپور کړی په ويډيو کې په قران کريم لاس ږدې او وايې قسم خورم چې زه په ځان نه يم پوهيدلی.
خو پلو د مفتي عزيزالرحمن شاګر په هغه تور پورې کړي چې ياد مفتي به هره ورځ په زوره ياد عمل ور سره تر سره کول هغه رسنيو ته ويلي چې مفتي عزيز الرحمن به ورته ويل که دغه کار وسره ونه کړم په امتحانونو کې دې ناکاموم.
که څه هم د مفتي عزیزالرحمن ویډګانې په ټولنېزو رسنيو کې د کارونکو لپاره يوه ګرمه موضوع ګرځيدلي وه خو له بله پلوه يی د ګڼو خلکو اندېښنې او غبرګونه هم را وپارول.
په پاکستاني مدرسو کې د افغان طالبانو ګڼو مشرانو درسونه ویلي او له هفه ځای څخه يي د فراغت سندونه تر لاسه کړي دي نه يوازي دا چې طالب مشرانو هلته درسونه ويلي بلکي اوس مهال هم ګڼ شمير طالبان په يادو مدرسو کې درس وايې کله چې فارغ شي بيا افغانستان ته د جګړې له لپاره استول کيږي.
بايد وویل شې چې دا لومړی ځل نه دی چې له پاکستاني مدرسو د بدکارۍ راپورنه ورکول کيږي بلکي څو ځله مخکې هم د يادو مدرسو اړوند ګڼې ويډيوګانې خپرې شوې وي.
څه موده مخکي د پاکستان د دينې عالمان د مشر مولانا اشرفي يوه ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه چې ښاغلي اشرف شراب څښلي او له يوې انجلۍ سره په لوڅو جامو کې ناست دی.

Comments are closed.