The news is by your side.

د بیرته نیولو پلان، له لاسه وتلې ولسوالۍ بیرته نیول کیږي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر داسې یوپلان کار کوي چې له مخې به یې له لاسه وتلې ولسوالۍ او هغه چې طالبان یې د نیولو ادعا کوي بیرته ونیسي.

نژدې هره ورځ د جګړو په ترڅ د ولسوالیو د سقوط خبرونه ورکول کیږي او لاهم د یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو کې سختې جګړې روانې دي چې تراوسه کابو شوې نه دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي  چې دوی په جنګي وضعیت کې دي او طالبانو ته به اجازه ورنکړي چې یوه سیمه د اوږدې مودې لپاره سقوط کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې چې وروستی شاتګ او پرمختګ د طالبانو د بریا په نامه نه دی او په وړاندې به یې جدي برخورد وشي.

د ده په وینا پر داسې یوه پلان کار روان دی چې له مخې له لاسه وتلې سیمې بیرته نیول کیږي، او زموږ سرتیري بیاهم په ګرمو سنګرونو کې د خپلو خلکو دقاع کوي.

د طالبانو د ادعا سره سم دوی تر دې مهاله د ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ نیولې چې د ډیرو تائید افغان دولت هم کړی دی او ویل کیږي چې په زیاتو ولایتونو کې اوس هم جګړې روانې دي.

افغان ولسمشر تیره ورځ د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونو لپاره نوي سرپرست وزیران و ټاکل شو، چې په دې سره دوی غواړي چې وروستی خراب امنیتي وضعتیت کنټرول کړي.

ایا له لاسه وتلې ولسوالۍ به بیرته ونیول شي؟

داسې ښکاري له دې پلان وروسته به لاهم جګړې نورې سختې شي ځکه چې اوس مهال افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او که چیري تعرضي حالت خپل کړي نو تاوتریخوالی نور هم زیاتیږي.

له افغان دولته باید پوښتنه وشي چې په دومره اسانۍ سره ولې لومړی ولسوالۍ او امنیتي بیسونه پریږدي او کله چې يې پریږدي نو بیا يې ولې د دویم ځل د نیولو پلان جوړوي.

پر ټولنیزو رسنیو د انځورو او ویډیو ګانو څخه داسې ښکاري چې د هرې ولسوالۍ په سقوط وسلوال طالبان له هر پلوه تغذیه او تجهیز کیږي ځکه افغان ځواکونو په پرېښودل شویو سیمو کې طالبانو ته سپکې او درنې وسلې او همدا رنګه مهمات هم پرېښودل شوي

Comments are closed.