The news is by your side.

داوړ: قريشي د پاکستان که د طالبانو د بهرنيو چارو وزير دی

خبريال ويب پاڼه/ د پښتون ژرغورني غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ورستيو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او ويلي چې سړی حيران شې چې شاه محمود قريشي د پاکستان که د طالبانو د بهرنيو.چارو وزير دی.
ښاغلی داوړ زياته کړي چې قريشي ماښام په يوه تلويزوني خپرونه کې د طالبانو داسي ننګه کوله ته به وايې چې قريشي د هغوی ځانګړی استازی او د هغوی په استازيتوب غږيږې.
محسن داوړ د پاکستان په پارلمان کې د پارلمان غړو ته وايې شرم دی د پاکستان لپاره د پاکستان تر ټولو لوړ رتبه ډپلومات هم د يوې داسې تره ګرې ډلي(طالبانو) ملاتړ کوي چې هره ورځ په سل ګونو بې ګناه افغانان شهيدان او زخمي کوي.
نه يوازې محسن داوړ د شاه محمود قريشي په ورستيو څرګندونو نيوکې کړي بلکې د قرشي څرګندونو دګڼو افغانان غبرګونو را پارولي دي.
بل پلو بيا د پاکستان او افغانستان تر منځ هم ډيپلوماتیکو ناندريو زور نیولی د یادو هېوادنو ډيپلوماتیکو چينلونو پر يو او بل سختې نيوکې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په يوه خپره شوي خبر پاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وروستۍ څرګندوني د پاکستان پر وړاندي بې بنسټه او د سولي پروسې تخريبوونکي دي.
په اعلاميه کې راغلي افغان چارواکي باید ددې پر ځای چې پر پاکستان بې بنسټه تورنه ولګوې بلکې بايد د سولې په پروسه تمرکز وکړې.
د يادې خبر پاڼې په ځواب کې د افغانستان بهرنيو چارو وزرات هم يوه خبر پاڼه خپره کړي چې پکې د ښاغلي محب له څرګندونو څخه ننګه شوي او ويلي دي چې وروستيو هڅو ته په کتو پاکستان د طالبانو مالی ملاتړ ته زور ورکړی او په دغه ډول هڅو پاکستان غواړي د سولی پروسه ګډه وډه کړي.
که څه هم قريشي په ياده تلويزوني مرکه کې د طالبانو ننګه کوله او د هغوی روانې جګړې ته يې مشروعيت ورکول خو له افغان حکومت څخه يې وغوښتل تر څو له طالبانو سره کېنې او روانه جګړه دسولې له لارې هواره کړي.
شاه محمود قريشي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ايا افغان طالبان په کوټه او پېښور کې مرکزونو او شوراګانې نه لري؟
قريشي په ډير محطاطانه ډول په ځواب کې وويل چې تر اوسه هيڅ داسې څه يی نه دي ليدلي چې په پاکستان کې د افغان طالبان مشران شتون ولري.
که څه هم پاکستاني چارواکې په پاکستان کې د طالبانو له شتون څخه انکار کوي خو طالبان او طالب مشران په پاکستان کې مېشت دي او هلته يي مرکزونو او شوراګانې شتون لري په دوحه کې ناست ټول طالب مشران د مشورې کولو لپاره پاکستان ته راځې.
حتي ډيری شنوونکي په دې باور دي چې د طالبانو ټوله قومانده د پاکستان په لاس ده که پاکستان وغواې په طالبانو هر ډول غوښتنې منلای شې

Comments are closed.

koi finance