The news is by your side.

محمدي: د افغان ځواکونو ملاتړ کوونکو ته هرڅه برابروي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر بسم الله محمدي چې تیره ورځ يې په کار پیل وکړ، له عامو خلکو وغوښتل چې د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي او د هغوی ملاتړ وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند مرستیال فواد امان په خبرو کې  وویل بسم الله محمدي له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د خپلو ځواکونو ترڅنګ ودریږي.

فواد امان د محمدي له خولې ویلي چې دفاع وزارت د هغه خلکو لپاره امکانات او اسانتیاوي برابروي چې د خپلو ځواکونو ملاتړ ته را دانګي.

په پروان تخار او جوزجان ولایتونو کې په دې وروستیو کې داسې راپورنه خپاره شول چې ملکي خلکو د طالبانو په وړاندې پاڅوم کړی او د دولت ننګه يې کړې ده

نن هم طالبانو په هېواد کې د یو شمېر ولسوالیو د نیولو ادعا وکړه خو افغان حکومت په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې په دې وروستیو کې افغان حکومت له لسګونو ولسوالیو په زیات شمېر ولایتونو کې تاکتیکي شاتګ کړی او هغه د طالبانو لاس ته لویدلې دي.

له دې سره ترخوا د افغانستان کورنیو چارو وزارت بیا اعلان کړی چې د لاس وتلو ولسوالیو د نیولو پر پلان کار کوي او بیرته له وسلوالو طالبان هغه ولسوالۍ چې سقوط شوې نیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي  چې دوی په جنګي وضعیت کې دي او طالبانو ته به اجازه ورنکړي چې یوه سیمه د اوږدې مودې لپاره سقوط کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې چې وروستی شاتګ او پرمختګ د طالبانو د بریا په نامه نه دی او په وړاندې به یې جدي برخورد وشي.

د ده په وینا پر داسې یوه پلان کار روان دی چې له مخې له لاسه وتلې سیمې بیرته نیول کیږي، او زموږ سرتیري بیاهم په ګرمو سنګرونو کې د خپلو خلکو دقاع کوي.

د طالبانو د ادعا سره سم دوی تر دې مهاله د ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ نیولې چې د ډیرو تائید افغان دولت هم کړی دی او ویل کیږي چې په زیاتو ولایتونو کې اوس هم جګړې روانې دي.

افغان ولسمشر تیره ورځ د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونو لپاره نوي سرپرست وزیران و ټاکل شو، چې په دې سره دوی غواړي چې وروستی خراب امنیتي وضعتیت کنټرول کړي.

Comments are closed.