The news is by your side.

بایډن له غني او عبدالله سر وینې، پر څه خبرې کوي؟

خبریال ویب پاڼه/ تمه ده چې عبدالله او ولسمشر غني په یوه سفر باندې امریکا ته ولاړ شي او د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله هلته مهمې لیدنې ولري.

تازه سپینې ماڼۍ د ولسمشر غني او د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د سفر خبر ورکړی او زیاته کړې يې ده چې دوی دواړه به د امریکا له جمهور رییس جو بایډن سره وګوري.

د امریکا سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې تمه ده راتلوونکې جمعه به سپینه ماڼۍ د ښاغلي عبدالله او ولسمشر غني کوربنه وي.

جزیات وايي چې د امریکايي ځواکونو وتلو په درشل کې د دواړو مشرانو دا سفر خورا مهم دی او د ټولو سرتیرو په وتلو سره به له هغه وروسته هم د افغانستان او امریکا مشارکت ثابت کړي.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه زیاتوي چې امریکا له افغانستان سره مرستې ته ژمنه ده او هلته د افغان میرمنو او نجونو په ګډون دیپلوماتیکي اقتصادي او بشري مرستې به ترسره کړي.

سپینه ماڼۍ وايي امریکا له افغان حکومت سره دخیله ده او ژورې اړیکې به ولري او هڅه به وشي چې افغانستان بیا د ترهه ګرو په ځاله بدل نه شي چې امریکا ته به هم ګواښ پیښ کړي، او همدارنګه يې ویل شوي چې امریکا د افغان سولې پروسې پوره ننګه کوي او ټولې افغان جنګي ډلې هڅوي چې جګړه پریږدي او مذاکراتو ته راشي.

په افغانستان کې امینتي وضعیت

افغان ولسمشر  پر داسې مهال امریکا ته سفر کوي چې تازه لسګونه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې او نژدې هره ورځ د ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکول کیږي خو تراوسه دولت د حالت په کابو کولو کې نه دی توانیدلی.

تراوسه پوري دولت د ولسوالیو د سقوط په غبرګون کې هیڅ هم نه دي کړي او ګواښونه ورځ تر بلې نور هم زیاتیږي خو  په وروستي اقدام کې نن د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې پر داسې یوه پلان کار کوي ترڅو له مخې له لاسه وتلې ولسوالۍ بیرته ونیول شي خو داسې نه دي ویل شوي چې د ولسوالیو د بیرته نیولو عملیات څه وخت او څنګه پیل کیږي خو ګمان کیږي چې دا کار به سخت هم وي

Comments are closed.