له پاکستانه د بهرنیو چارو وزارت ماشومانه غوښتنې

 خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان او افغانستان ترمنځ که څه هم  ناندریو زور اخیستی خو هغه چې پاکستان پر طالبانو باندې نفوذ لري باید له پامه ونه غورځول شي او په دې برخه کې باید پاکستان کار وکړي.

افغان حکومت له پاکستانه غوښتني چې د خپل نفوذ په استفادې سره باید طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي، ترڅو افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وویل پر دې څوک سترګې نه شي پټولای چې پآکستان پر طالبانو نفوذ لري ځکه نو باید دا هېواد باید مرسته وکړه، هغه وویل پاکستان ټول هغه امکانات چې له مخې یې طالبان هڅولی شي چې د سولې بامفهومو خبرو ته کښيني په واک کې لري او په کارده چې د سیمه ییزې ارامۍ او سولې لپآره طالبان وهڅول شي د بامفهومه خبرو پر لور ولاړ شي.

د ده په وینا چې باید پاکستان د جګړې ختمولو لپاره اغېرناک ګامونه وړاندې بوزي او په دې برخه کې همکاري وکړي، خو پاکستان به یې وکړي؟

پاکستان به یې وکړي

نه هیڅکله نه پاکستان له خپل پیدایښته تراوسه پوري له افغانستان او خپلو نورو ګاونډیانو سره په صداقت قدم نه دی ایښي نو ښايي له دې وروسته هم داکار ونکړي په دې وخت کې مهمه داده  چې پر پاکستان حسا ب ونه شي، ځکه هغوی کوښښ کوي چې د سولې وروستۍ هڅې هم له منځه یوسي او په دې برخه کې خنډونه جوړ کړي خو بیا ورته د طالبان د سمولو وړاندیز کوو.

یوه ماشومانه هیله

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري له پاکستان څخه غوښټنه د ماشومانو د هیلو غوندي ده چې هرڅه وايي افغانستان نور باید پر پاکستان حساب  ونکړي ځکه موږ د قریشي وروستی دریځ او خبرې واوریدې چې دوی له طالبانو سره څنګه دي او  له افغان دولت سره.

قریشي وویل، طالبان ترهه ګر نه دي.، موږ ورسره اړیکه هم نلرو او همدارنګه یې زیاته کړه چې طالبان په افغانستان کې دي او پآکستان کې کومه شورا او بل څه نلري چې له دې دریځونو  يې ښکاره شوه چې دوی لاهم له افغانستان سره سم نه دي او خپلو شومو موخو او هدف پسې اخیستې دي ترڅو ژر وي ځل ورته ورسوي

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More