The news is by your side.

ولسي جرګه: د ولسووالیو سقوط معامله ده

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان ولسي جرګې وروسته له ډير انتظاره چوپتیا ماته او د وروستي تاوتریخوالي په هکله یې جدي غبرګون وښود دوی امنیتی مسؤلین په بې کفایتي تورن کړل.

په دې وروستیو نژدې هره ورځ تردوه درې او ان تر اتو  ولسوالیو په یوه ورځ سقوط کوي او د سقوط پرمهال افغان ځواکونه خپل ټول تجهیزات له هرڅه سره یوځای طالبانو ته پریږدي.

نن ولسي په خپل امتیازي ساعت کې پرهمدې خراب امنیتي وضعیت باندې بحث وکړ او زیاته يې کړه چې په هېواد کې د جګړې ډیرښت او وروستی تاوتریخوالی په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی.

وکیلانو وویل د امنیتی حالت خرابوالی د جدي اندېښنې وړ دی او په دې خاطر د دولت له لوري د ځواب په تمه دي او داسې ښکاري چې د ولسوالیو د سقوط په برخه کې معامله شوې ځکه نو دولت يې په هکله چوپتیا غوره کړې ده.

ولسې جرګې زیاته کړې چې دولت دې دوی او ملت ته ژر ترژره د روان خراب امنیتي  وضعیت په اړه وضاحت او مالومات ورکړي چې  ترڅو يې اندېښنې رفعه شي.

دوی زیاته کړه چې په امنیتي سکتور وروستۍ ګمارنې د خندا وړ دي او همدا ثابتې  شوې تکراري څېرې چې پخوا يې هم لاس ته راوړنې نه لرلې له یوه ځایه بل ځای ته تبدیلیږي.

د افغانستان له ولسمشره وکیلانو وغوښتل چې ژر تر ژره دي د سرپرستۍ دود ختم او د امنیتي ادارو لپاره وړ او په کار پوه کسان وګماري ترڅو حالت سم شي.

د راپورونو پر بنسټ ویل شوي چې په دې وروستیو کې لسګونو ولسوالیو سقوط کړی او هلته شته ټول تجهیزات د وسلوالو طالبانو لاس ته لویدلي چې په هکله یې چوپتیا غوره شوې او ان ځان هم نه پوی کوي.

یو شمېر سیمه ییزې سرچینې وايي چې د زابل د سیوري په سیمه کې د ملي پوځ یو لوی کنډک وسلوالو طالبان ته تسلیم شوی او د دې ولایت د شینکۍ ولسوالۍ غوندي يې زیاتې وسلې او مهمات طالبانو ته پرېښي.

خو تراوسه پوري په دې هکله رسمی سرچینو څه نه دي ویلي د افغانستان د نورو ولایتونو څخه هم ورته راپورونه شته او نن هم وسلوالو طالبانو د یو شمېر ولسوالیو د نیولو خبر ورکړی

Comments are closed.

koi finance