The news is by your side.

ملا برادر ته مقاله چا ور لیکلې وه؟

خبریال ویب پاڼه/ د وسلوالو طالبانو د قتر دفتر مرستیال چې  د دې ډلې سیاسي مرستیال هم دی تیره ورځ یوه مقاله خپره کړې چې پکښي ډیري قانون مندي او منظقي خبرې شوې وې.

د طالبانو له اعمالو داسې ښکاري چې په مقاله د ترسره شویو خبرو یوه یې هم نه عملي کړې او نه به یې عملي کړي ځکه د طالبانو  تر ولکې لاندې سیمو کې هیچاته اوس هم هغه حقوق چې دوی منلې دي نه ورکول کیږي او سیمه ییز طالبان لاهم د پخوا په شان چلند کوي.

که چیري د طالبانو د تغیر خبره وي نو طالبانو خو  په اعمالو او لیدلوري کې چې کومې  کړنې کوي په جنګي او واکمني  شکل سره هغوی هیڅ تغیر نه دی کړی.

ایا یوازي برادر تغیر کړی؟

ملابرادر له مدنیته د ښځو له حقونو او اقلیتونو له حقوقو وږغید او د یوه غوره پلان په نیولو سره يې له نړیوالو هیله وکړده چې افغانان یوه د خپلې خوښې وړ حکومت کولو ته پریږدي ترڅو که داسې وویل شي هم یوازي ملابرادر تغیر کړی هم و دي شي.

د طالبانو په مشرتابه کې له ډیره وخته همدا ملابرادر یوه څه منځلاری او د خبرو پلوي ځکه نو ویلای شو ملابرادر په یوازي سر تغیر کړی او ښايي تر یوه حد یې لید لوری همدا وي.

خو په عمومي او محلي ډول طالبانو کوم تغیر نه دی کړی او کله چې د طالبانو واکمني راځي طالبان به بیرته خپلو پخوانیو کړنو ته ستنیږي نجونې به له ښوونځیو ګرځوي او پر خپل به دین په زرور عملي کوي.

ملا برادر ته مقاله چا لیکې

دا خو طبعي خبره ده چې لیکل شوې مقاله کې یوازي د ملا برادر محدود نظریات ځای شوی او دا بل چا ورته لیکلې په اصل کې د ملابرادر مقاله په دې وخت کې خورا مهمه او له ارزښته ډکه ده خو که يې دوی عملي کړي.

دوی د مصالحې له لارې د افغانستان د موضوع د حل غوښتنه کړې او همدارنګه يې ډیري نورې ښې خبر هم کړې دي خو داسې ښکاري چې طالبان د مصالحې پر لاره نه بلکې د جګړې پر لاره روان دي ځکه په دې وروستیو کې د ټول هېواد په کچه تاوتریخوالی زیات کړی او ډیری ولسوالۍ یې هم نیولې دي.

ملابرادر باندې ښايي دا نظریه تپل شوې وي ځکه دوی اوس مهال جګړه تر هرڅه بهتره بللې او لايې دوام ورکړی طالبانو وړاندې خپلې جګړې ته جهاد ویلی وو، او پر همدې عقیده یې لا هم دوام.

ملا برادر ویلي چې د ښځو او اقلیتونو حقونو ته پام کي مګر د طالبانو تر ولکه لاندې سیمو کې هیڅ نجلۍ ښوونځۍ ته نه ځي او په داسې حال کې چې طالبان په کومه سیمه کې د دایم فکر وکړي نو د خلکو فردي ازادي هم ترې اخلي لکه په زور لمنځونه پرې کوي په زور پرې ږیري پریږدي او داسې نور…

طالبانو د خپلو اعمالو په ترسره کولو سره د ملا برادر ټولې ادعاوي تر پوښتنې لاندې راوستلې دي  او نړیواله ټولنه هغه وخت باور کوي چې طالبانو په رښتیني دول بدلون وکړي په کاذبو ادعا باندې  تکل د طالبانو د نړیوال اعتبار لپاره زیان دی.

ملابرادر د اوس مهال لپاره که د خپلې مقالې په نظریه وي هم خپله نظریه په دومره عامه توګه نه شي بیانولای د دې مقالې اړتیا وه خو دا فرمایش اول کیدلای شي له پآکستانه او بیانورو ښکېلو هېوادونو اخیستل شوی وي.

طالبان پر دې ویره لري که چیري د دوی جګړه ییزې لاس ته راوړنې زیاتي شي اونړیواله ټولنه د دوی له شتون او شل کلونو لاس ته راوړنو په هکله ویره ولري نو ښايي مداخله وکړي ځکه نو یې د خپل مدنیت معرفي کولو لپاره دا مقاله خپره کړه که چیري طالبان د برادر د مقالې غوندي کړنې ترسره کړي نو هیڅ افغان او همدارنګه نړیواله ټولنه هیڅ ستونزه نلري خو اصل کې خبره داسې نه ده

Comments are closed.