The news is by your side.

زابل: د پوځ بل توبچي کنډک له هرڅه سره طالبانو ته پریښودل شو

څو  ورځې وړاندې د دې ولایت شنکۍ کې سلګونه میله وسې لکونه مهمات توپونه، او لسګونه عراې زغروال ګاډې  او ټانکو طالبانو ته پرېښودل شول، اوس راپورونه وايي چې د شنکۍ څنګلوري سیمه چې لاهم ولسوالۍ نه ده د پوځ یو محهز مرکز له هرڅه ډک وسلوالو طالبانو ته پرېښودل شوی دی.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطاجان حقبیان د دې کار د پخلي ترڅنګ وویل چې د سیوري ولسوالۍ کنډک یو مجهز مرکز وو، او ټول تجهیزات په مکمله توګه وسلوالو طالبانو ته پرېښودل شوي دي.

حقبیان رسنیو ته ویلي د ملي اردو دریم توبچي کنډک له سپکو او درنو وسلو، ټانګونو او نورو تجهیزاتو سره یوځای طالبانو ته پرېښودل شوی دی د ده په وینا زابل کې د ملي اردو تر ټول همدا لوی او تجهیز کنډک وو.

د ده په وینا که چیري دولت د شنکۍ ولسوالۍ پیښه څیړلې وای نو نن به د سیوري ولسوالۍ کې داسې کار نه  رامنځ ته کیدی

د زابل د شینکۍ ولسوالۍ مجهز کنډک چې هلته د زابل مرستیال والي او امر امنیت هم شتون درلود بغیر له کوم مقاومته د یوې معاملې په ترڅ کې وسلوالو طالبانو ته وسپارل شو چې د مالوماتو له مخې ۹ عرادې موټر او ټانګونه، او ۳۵۰ په شاوخوا کې درنې او سپکې وسلې د لکونو مهماتو  سره یوځای وسلوالو طالبانو ته وسپارل شوې.

که څه هم د دې وسلو او مهماتو ویډیو ګانې نشر شوې، او رسنیو پرې زیات راپورونه جوړ کړل خو دولت هیڅ سر خلا نکړ او نن دادی د شنکۍ تر هغه مجهزکنډک بیاهم طالبانو ته د هرڅه څخه ډک سپارل کیږي.

دولت که چیري معامله کړې وي نو په ښکاره دي ووايي او که چیري کومه خبره نه وي نو بیا د دومره وسلو او مهماتو په شتون کې ولې کنډکونه ورته سپارل کیږي؟

ولسي جرګې  هم نن په خپل دریځ کې وویل چې ولسوالۍ د یوې معاملې په ترڅ کې وسلوالو طالبانو ته سپارل کیږي چې په هکله یې دوی او ملت لویه اندېښنه لري وکیلانو وویل په دې هیله چې دولت په دې هکله ژر تر ژره ځواب ووايي او دوی به امنیتي مسؤلین ه وپوښتي هغه مهال امرالله صالح د شنکۍ سپارل استخباراتي راز بللی وو.

Comments are closed.