The news is by your side.

د ترکیې پاتي کیدل او دحکومت هرکلی

خبریال ویب پآڼه/ که څه هم طالبانو د سپټمبر ۱۱ مې وروسته د هیڅ یوه بهرني هېواد د سرتیرو لرلو سره موافقه ونکړه خو داسې ښکاري چې د ناټو چوکاټ کې  ګډ هېواد ترکیه به افغانستان کې پآتي وي.

د ترکیې له لوري د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت اخیستلو پر تړاو د ناټو او امریکا له هڅو وروسته بایډن او اردوغان دې موافقې ته ورسیدل چې د کابل هوايي ډګر مسؤلیت به دا هېواد اخي.

اوس تازه افغان دولت د ترکیې له لوري د کابل د هوايي ډګر د مسؤلیت اخیستلو پر تړاو هرکلی شوی او په دې هکله خوښي څرګنده شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دولت د ټولو بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته د ترکیې له لوري د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت اخیستلو له امله خوشحاله دي.

هغه ټي ار ټي ترکي شبکې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي د دوی د ترکیې له لوري د حامدکرزي کابل هوايي ډګر د ساتلو هرکلی کوی او دا کار به وکړایشي چې د نړیوالو ډيپلوماټیک حضورا او له افغانستانه د ناټو او نور مرسته کوونکو د دوام سبب شي او دا اړتیاهم وه.

اتمر د خپلو خبرو په دوام د ترکيې سره د پاکستان نوم یادول چې په دې برخه کې  به مرسته کوي یو سؤتفاهم بللی او ویلي يې دي چې ترکیې د هوايي ډګر نه بلکې د سولې په برخه کې د پاکستان پر ګډون ټینګار کړی وو.

تراوسه پوري لاهم د کابل هوايي ډګر رسمي چارې ترکیې نه دي پیل کړې خو کله چې اردوغان د پاکستان یادونه وکړه نو ټول شک وکړ چې ترکیه غواړي په دې رقم د ځان په وړاندې د طالبانو ګواښوونه کم کړي خو پاکستان ګډ او ناګډ په دې برخه کې تراوسه مالوم نه دی.

امریکا او ناټو هم خوښه کړې چې ترکیه دي د کابل هوايي ډګر مسؤلیت واخلي خو په دې هکله د افغان دولت نوی ترلاسه شوی هرکلی داسې ښکاري لکه تازه چې وي ځکه افغان دولت په دې اړه مخکې هیڅ هم نه وو ویلي او نه یې هم د ترکیې سرتیرو د پاتي کیدلو او نه پاتي کیدلو په هکله کومه تبصره کړې وه

Comments are closed.