The news is by your side.

مولانا: پاکستان محوه کیږي، دښمن يې افغانستان کې دی

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان کې د مذهبي او سیاسي ګوندونو مشر مولانا فضل الرحمن د پآکستان په هکله د خطر زنګ په وهلو سره د راتلوونکې لپاره د یوه سم او منظم پلان غوښتنه کړې.

فضل الرحمن چې تر دې وړاندې يې د افغانستان د بربادۍ خوبونه لیدل اوس خپله ځان غرق بولي او له دولته د سمو اقداماتو او کړنو غوښتنه کوي.

فضل الرحمن پیښور کې یوې خبرې غونډې ته په خبرو کې وویل چې دولت او چارواکي باید د افغانستان به اړه پر خپلو پالیسیو له سره کتنه وکړي هغه پر پاکستاني چارواکو ږغ کړی چې باید دا چاره ترسره کړي.

د خطر زنګ

مولانا فضل الرحمن چې تراوسه يې هیڅکله داسې څرګندونې نه وې کړې د خپل پاکستان زوال په سترګو وینې او زیاته کړې یې ده که چیري دولتي چارواکي دا کار چې د افغانسان په اړه د پالیسۍ بدلون ده ترسره نه کړي نو داسې وخت راتلوونکی دی چې  افغانستان به ټول وي خو پاکستان به نه وي.

ده د خپلو خبرو په دوام که څه هم د کوم چا نوم وا نه خیست خو زیاته یې کړه چې د پاکستان دښمن افغانستان کې دی خو پاکستان يې تراوسه په وړاندې له کاره ډک اقدامات نه دي ترسره کړي.

مولانا د عمرانخان حکومت خورا کمزوری و باله او زیاه یې کړه چې په هېوادونو کې  دا ډول حکومتونه د دې وړتیا نلري چې د شته ننګونو په وړاندې بریا خپله کړي.

د پآکستان زوال

په افغانستان کې د ادلون بدلون سرچینه عینا بیرته له پاکستان څخه پيل کیږي که افغانستان کې بدلون راځي نو پاکستان مجبور  دی چې ځان بدل را بدل کړي.

څو سخت انتخابونه چې پاکستان يې باید په وړاندې له هوډ او فکر څخه کار واخلي که امریکايي ځواکونه له افغانستان ووزي نو امریکا ته چې اډې ورکوي یوازنی هېواد پاکستان پاتي دی که پآکستان امریکا وټاکي نو طالبان ترې یاغي کیږي او ښايي بیرته د دوی په وړاندې وجنګیږي که امریکا خفه کوي نړیوال زیان یې خرابیږي او ان سقوط کوي او که همداسې موضوع پریږدي نو بیا تاوان کوي اوس په دوه کې حیران دی چې څه وکړي  څوک وټاکي او چاته لاس ور پریږدي

Comments are closed.