The news is by your side.

پاکستان ته د زړه صبر هندي چارواکو طالبانو سره لیدلي

خبریال ویب پاڼه/ طالبان ورځ تر بلې له پاکستان څخه د لیري والي په حالت کې دي او ښايي اوس يې هم زیاته فاصله ترې نیولې وي د پاکستان وروستي اقدامات چې له طالبانو سره يې کړي هغوی ته ښايي د منلو نه وي، پاکستان ښايي امریکا ته اډې ورکړي او همدارنګه يې په دې وروستیو کې پر طالب مشرانو باندې فشار زیات کړی وو، چې باید افغانستان کې جګړه وکړي.

تازه هندستان ټایمز ورځپاڼې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې برخه کې د قطر ځانګړي استازي مطلق بن مجاهد ال قحطاتي له خولې ویلي دي چې هندي چارواکو قطرط کې له طالب مشرانو سره لیدلي دي او پر مهمو موضوعاتو باندې خبرې شوې دي.

تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت دوه ځله دوحې ته تللي او د قطر هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره يې لیدنې کتنې تر سره کړې دي.

د هند پر رول د سولې په برخه کې پاکستان سوځي او هسې چې افغانستان ورسره ښې اړیکې لري هم دوی خفه دي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې هند د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي چې په دې کې ترهه ګریز بریدونه هم کوي او تور يې پوري کړ چې په بلوچستان کې هم د هند په ملاتړ پر پوځیانو يې تروریستي بریدونه کیږي.

د دوحې خبرې

تراوسه پوري که څه هم د طالبانو او افغان دولت ترمنځ خبرې نه دي تر سره شوې خو بیا هم تمې شته چې کومه پایله به حتمي ولري.

د سولې خبرو کې سیمه ییزه اجماع او همدارنګه د هند په ګډون د یو شمېر نویو هېوادونو راتګ د سولې پروسې ته پاکستان تر یوه حده منزوي کړی او دا هېواد هم په خپل ځان پوهیدلی ځکه نو د هند د هر ګډون مخالفت کوي.

هندي چارواکو تر دې وړاندې هم له طالب چارواکو سره خبرې او لیدنې کړې چې د سولې خبرو افغانستان راتلوونکې او نورو موضوعاتو په هکله یې خبرې کړې وې.

پاکستان کوښښ کوي چې د افغان سولې د خبرو ملکیت یوازي دوی ولري او هیڅ بل هېواد دې کار ته ګډ نه شي په تیره بیا هند

Comments are closed.