The news is by your side.

امریکا او نړۍ د طالبانو د زور حکومت نه مني

خبریال ویب پاڼه/ د زور له لارې د طالبانو له طرفه د حکومت د رامنځ ته کولو په هکله یو شمېر غبرګونونه پخوا هم موجود ول خو اوس تازه د امریکا سفارت د وروستي تاوتریخوالي په هکله هم غبرګون ښودلی.

د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس ویلسن په خپلو تازه څرګندونو کې د تاوتریخوالي پر زیاتیدلو او په دې تاوتریخوالي کې د ملکي وګړو پر تلفاتو ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو يې د جګړې دریدلو غوښتنه کړې ده.

راس ویلسن پر ټویټر لیکلي چې د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی اوهدفي بریدونه نور د منلو وړ نه دي او ږغ کوم چې طالبان دي روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

ویلسن د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې نړۍ به طالبانو ته د زور له لاري د حکومت نیولو اجازه ورنکړي ځکه نو طالبان باید د خبرو میز ته ستنه شي او جګړه کول پریږدي.

روان تاوتریخوالی چې اوج ته رسیدلی اوس مهال هم په یو شمېر ولایتونو کې جګړې روانې دي او دا مهال تر سلو زیاتي ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي چې کیدلای شي نور خطرات هم رامنځ ته شي ولې دولت د حالت د کابو کولو په هکله تراوسه هیڅ هم نه دي کړي.

داسې ویري شته که چیري حالت همداسې دوام وکړي نو لیري نه ده چې یو شمېر ولایتونه به هم د وسلوالو طالبانو لاس ته ولویږی او امنیت به تر دې هم خراب شي.

خو حکومت د حالت په هکله ډاډ ورکوي او وايي  ډير ژر به له لاسه وتلې ولسوالۍ له طالبانو څخه بیرته ونیسي خو هیڅ پلان او خبر نشته .

د طالبان هدف

په لوړه کچه که طالب مشران هره معامله کوي خو خپلو ټیټ رتبه جنګیالیو ته وايي چې دوی حتمي حکومت نیسي او ډير ژر ده چې طالبان واک ته ورسیږي

خو طالبان اوس داسې ښکاري چې د خپل واک نه دي ټول کار د امریکا او پاکستان لاس کې دی هغه چې څه وغواړي هغه به کیږي او تمه ده چې هرڅه به د سولې له لارې حل او فصل شي ځکه طالبان نه شي کولی چې د زور له لارې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي

Comments are closed.