The news is by your side.

پاکستانی خبریال؛ د حمدالله محب کورنۍ پاکستان کې ده

خبريال وېبپاڼه: په ټولنيزو رسنيو کې د افغانستان د ولسي جرګې د یوه وکيل وينا لاس په لاس کېږي، په دې وينا کې هغه وايي چې راځئ د پاکستان په وړاندې جهاد اعلان کړو، د پاکستان مزدوران له منځه يوسو.

د پاکستان د انډوس نيوز چينل خبریالې دغه ویډیو د پروپاګند په نیت داسې خپره کړه چې ګواکي د افغان ولسي جرګې وکيل وايي چې په افغانستان کې بايد ټول پاکستاني اتباع ووژل شي.

د انډوس نيوز د خبریالې دغه پوست ته په غبرګون کې د پښتونخوا فعال خبريال حسن خان وليکل چې ددې مطلب افغانستان کې مېشت عام پاکستانيان ندي، بلکې مطلب هغه ځینې خلک دي لکه طالبان چې افغانان یې د پاکستان مزدوران بولي.

په دې غبرګون کې حسن يوه مهم ټکي ته هم اشاره کړې وه، هغه ليکل و چې غم مکوئ هېڅوک پاکستانيانو ته هېڅ هم نشي ویلی، تاسې دا وکيل وڅېړئ دده کورنۍ به هم لکه د حمدالله محب په پاکستان کې مېشته وي.

د حسن خان په خبرو کې ښکاره دا موخه پرته وه چې ګواکي افغان چارواکي هسې په خوله د پاکستان خلاف چیغې وهي، په حقيقت کې ددوی خپلې کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي، دوی په عملي ډول د پاکستان خلاف هېڅ هم نشي‌ کولی.

ددې څخه وړاندې د افغانستان د ننه هم داسې تحقیقي راپورونه د شواهدو سره خپاره شوي و چې د افغان حکومت دننه ځینې داسې کړۍ چې په خوله د پاکستان خلاف خبرې کوي په حقيقت کې د هغوی سره په لویو معاملو بوخت دي.

دا خبره یوازې تر حمدالله محب د هغه د کورنۍ او ماما ګانو پورې نده چې په پاکستان کې ژوند کوي او محب بيا دلته په ظاهره د پاکستان خلاف خبرې کوي، په افغانستان کې د شمالي ټلوالې ډېری غړي چې ان پښتانه د پاکستان بولي د پاکستان غلامان یې بولي پخپله دې هېواد ته سفرونه کوي، ددوی د مشرانو په نامه د څلور لارو نومېدل غواړي او پاکستان یې هم ورسره مني، په رسنیو کې د پاکستانیانو سره یو ځای د پښتنو په وړاندې دریځ نيسي، د پښتنو په وړاندې د افغان حکومت په مقابل کې همدې ټلوالې او پاکستانيانو لاس يو کړی وي، خو په خوله په کور دننه همدا تلواله وايي چې پښتانه د پاکستان غلامان دي.

Comments are closed.