The news is by your side.

که ترکیه د کابل د هوايي ډګر امنيت دوستم ته وسپاري؟

خبريال ویبپاڼه: د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو سره سم د ترکيې هېواد وړانديز وکړ چې دوی تيار دي د امريکايي ځواکونو د وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر وساتي.

په دې اړوند د ترکیې حکومت ځينې شرطونه هم کېښودل، د ناټو په ځانګړي ډول د امريکا څخه لوجستیکي او مالي مرسته پدې شرطونو کې و، د امریکا ولسمشر جوبایډن او رجب طیب اردوغان په دې هکله د يو بل سره خبرې هم وکړې.

د کابل د هوايي ډګر د ساتنې لپاره د شرطونو خبرې کېدل، مرستې غوښتل او نورو مسلو د افغانانو سره پوښتنه پيدا کړه چې ايا خپل حکومت یې د يوه هوايي ډګر د ساتنې وړتیا نلري؟ که چېرې حکومت د یوه هوايي ډګر مخه نشي نیولای نو په ټول هېواد کې به حالات څنګه کابو کوي.

له دې ټولو هخوا ترکیه د افغانانو سره په تاريخي ډول ښې اړیکې لري، په ۱۷۲۰ کال کې د افغانانو( هوتکيانو) سره عثماني خلافت نښته وکړه چې د افغانانو پکې تاریخي بريا ترلاسه کړه، له هغه وروسته بيا د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړيکې تل ښې وې.

د طالبانو حکومت که څه هم د ترکانو سره په ښو اړیکو بريالی نشو خو کومه ستونزه هم پيدا نشوه، مګر تازه چې ترکیه د کابل هوايي ډګر ساتل غواړي د دوستم څخه سياسی ملاتړ کوي د طالبانو وروسته اوس اړیکې هيله مندې نه ښکاري.

دوستم ترکيې ته نېږدې شخص دی تو ترکیه يې د ټولې بدنامۍ ترڅنګ ملاتړ کوي، په نويمو کلونو کې چې پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب غوښتل افغانستان ترک کړي نو د هوايي ډګر چارې د دوستم سره وې او همغه و چې د ډاکټر نجیب د تېښتې يا تګ مخه يې ونيوله او ډاکټر نجيب یې په لوی لاس د طالبانو لاس ته ور ایله کړ.

اوس چې د دوستم نېږدې دوسته ترکيه د کابل د هوايي ډګر امنيت په غاړه اخلي نو دوستم به پخپل دې پخوانۍ دنده کې ورسره شريک نکړي؟ که يې کړي نو دا به د ولسمشر غني لپاره څه پيغام ولري؟

Comments are closed.