ارګ روښانه دی، کابل دې نورزی روښانه کړي

خبريال ویبپاڼه: ډېری وخت د یوه هېواد ولسمشر د زیاتو بوختياو، امنیتي ګواښونو له کبله په مستقيم ډول د ټولنې څخه خبر نلري، د ټولنې او خلکو سره ډېر وخت د یوه ولسمشر اړیکه د خپلو مشاورينو او يا هم ځانګړو جاسوسانو او نیږدې کسانو په واسطه وي، که څه هم اوس د ډيجيټل دور په جريان کې دا اړيکه له نورو لارو هم پالل ممکنه ده.

څه موده وړاندې د هېواد ولسمشر اشرف غني د افغانستان يوه ولايت ته په سفر تللی و، په دې ولايت کې ښاغلي غني پخپل يو لوړ پوړي مامور باندې خندونکې پټکه وکړه او ورته ویې ویل چې ما خو ټول افغانستان جوړ کړ دا پکتیا ته جوړه کړه.

د ولسمشر غني ددې خبرې سره د کابل بې برقي را په یاد شوه، ډاډه یم په ارګ کې به اوس ۲۴ ساعته برېښنا وي او ولسمشر غني به هم فکر کوي چې همدا اوس د افغانستان په ټولو ولايتونو کې پوره برېښنا شتون لري.

خو داسې نه چې ولسمشر غني د شپې را ووځي او د کابل د نورو سیمو د لیدنې فرصت پيدا کړي او دا ځل د برېښنا شرکت ريس ته نارې کړي چې ما خو ټول افغانستان ته برېښنا ورکړه دا کابل خو ته روښانه کړه.

ډېری خلک چې پخوا يې د ولسمشر غني ملاتړ کاوه اوس يې مخالف دي، ځینې بیا اوس په دې اند دي چې ولسمشر غني ښه سړی دی خو ورڅخه ر چاپېره شوې کړۍ مفسده ده.

که ولسمشر غني ښه سړی هم وي دا کړۍ ورته غلط مالومات ورکوي، خو ددې هرڅه هخوا ولسمشر ته پکارده چې د ورځې يو لس دقیقې د خلکو د حالت د کتلو لپاره بېلې کړي که نشي کولی په اونۍ کې دې یو ساعت بېل کړي.

د خلکو حال دې له نېږدې وګوري، تاریخ به ولسمشر په دې بهانه معاف نکړي چې دی ښه سړی و شاوخوا خلک یې ناسم و.

ولسمشر دې د کابل ښار بې برقي وويني، د هېواد نا امني، فقر دې وويني او یوه چاره دې وکړي.

حکومت وايی چې د پايو الوزونکي يې نيولي دي، نو چې نيولي يې دي تراوسه ولې هېڅ ډول مالومات ندي خپاره شوي چې ددې کسانو تر شا څوک و د چا په امر يې دا کار کړی دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More