د نوي حکومت د جوړښت لپاره د طالبانو طرحه

خبريال ویبپاڼه: وروسته له شل کلنې جګړې په افغانستان کې د امريکا او طالبانو او وروسته پسې د طالبانو او نورو افغانانو حکومت او سياسیونو ترمنځ خبرې پيل شوې، د افغان مسلې د حل کولو لپاره هره لوري خپل دريځ، خپله تګلاره او طرحه وړاندې کړه خو‌ يوازې طالبان دي چې د طرحې په برخه کې یې په خوله باندې قلف اچولی دی.

امريکا هم ددې لپاره چې بين الافغاني خبرې يوه پايله ورکړي خپله طرحه وړاندې کړه، مګر طالبانو دا طرحه هم ونه منله، وروسته پسې افغان حکومت هم خپله طرحه وړاندې کړه چې د طالبانو له لوري رد شوه، د هرې طرحې رد کوونکو طالبانو بيا پخپله د هېڅ ډول طرحې د جوړېدو زحمت نه دی ګاللی‌.

تېره ورځ د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار هم په دې اړوند د طالبانو څخه ګيله وکړه او وروسته یې زياته کړه چې ښه به وي طالبان د اسلامي نظام څخه خپل تعریف وړاندې کړي.

طالبانو د حکمتيار دې خبرو ته غبرګون ونه ښوده خو په ټولنيزو رسنيو کې یې پلویانو ويل چې همدا اسلام يو قانون دی، دا بشپړ دی او هرڅه په همدې کې دي.

د طالبانو د پلویانو دا خبرې تر ډېره د طالب مشرانو ذهنیت هم دی، دا سمه ده چې اسلام بشپړ قانون دی، هرڅه پکې دي، مګر دا هرڅه د عملي ژوند لپاره يوه تشريح غواړي.

په اسلام کې ډېر څه داسې دي چې خالق تعالی هغه ندي بيان کړي او د مسلمانانو اجتهاد ته یې پرېښي دي.

اوس د اسلامي حکومت لپاره طالبان کوم چوکاټ لري، د شورا مسله څه ده، کوم اختيارونه لري، څه ډول په ټاکل کېږی، عمر به یې څومره وی، د ولسي جرګې سرنوشت به څه کېږي، طالبان یې مني، نه يی مني، که مني یې په څه ډول یې مني، مجازات، مکافات… او نورې ډېرې مسلې څه ډول حل کېږي د طالبانو تګلاره څه ده ورته.

دا هرڅه يو سپيناوي ته اړتيا لري، خو ښکاري داسې چې طالب مشران ددې لپاره ډېر څه نلري، هغوی شاید په دې فکر وي چې اهل هغه څوک دی چې مدرسه یې ويلې وي، اوږده ږيره يې وي، عربي یې زده وي، همداسې د حکومتولۍ نور مسايل.

د روانو مسايلو د حل لپاره باید طالبان يوه طرحه حتماً وړاندې کړي ترڅو حکومت ،خلک او سياسیون یې وګوري که ريښتيا ښه طرحه وي ټول به یې ومني که څوک يې نه مني ملت به پوه شي چې په اوړو کې یې شګه ده.

مګر دا ډول به مسائل څه ډول حل شي چې طالبان به د حکومتي مشرانو استعفا غواړي خو د بديل تګلارې هېڅ واضح نقشه به شتون نلري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More