The news is by your side.

کابل هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو په  قرار ګاه بدلیږي

خبریال ویب پاڼه/ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کابل هوايي ډګر دامنیت او امریکایي ځواکونو د وروستۍ قرار ګاه او یاهم اډې په هکله خپل تازه راپور خپور کړی او ویل يې دي چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر به د امریکايي ځواکونو وروستی تم ځای وي.

د ورځپاڼې په وینا چې  کابل هوايي ډګر به د امریکايي ځواکونو په قرار ګان بدله شي، سرچینه زیاتوي چې د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت اخیستلو په بارکي له ترکیې سره خبرې روانې دي خو ترڅو چې ترکیه دا مسؤلیت پر غاړه اخلي تر هغه وخته پوري به دا مسؤلیت امریکايي ځواکونه مخ ته وړي.

تراوسه پوري په دې اړه افغان دولت څه نه دي ویلي خو وړاندې شوي مالومات وایي په افغانستان کې به کابل هوايي ډګر د امریکا وروستی میشت ځای وي.

د یو شمېر نورو راپورونو پر اساس ویل شوي چې امریکا خپل زر کسیز ډله چې د کابل هوايي ډګر او امریکا سفارت د امنیت د تامین له خاطره افغانستان کې  پریږدي چې په هکله يې وسلوالو طالبانو هم غبرګون وښود او غوښتنه يې  وکړه چې باید ټول بهرني سرتیري پر ټاکلي موده له افغانستانه ووزي.

طالبانو ویلي له ټاکلي مودې وروسته هیڅ بهرنی هېواد حق نلري چې په افغانستان کې خپل سرتیري پریږدي او ټول به پر ټاکلې موده باندې له افغانستانه وزي.

ایا بهرني ځواکونه له افغانستانه وزي؟

تراوسه پوري د دې پوښتنې ځواب څوک نه شي ورکولی ځکه تر دې وړاندې او د مودو په تیریدلو سره داسې خبرونه هم خپاره شوي چې د یو شمېر هېوادونو سرتیري به له سپټمبر میاشتي وروسته هم افغانستان کې پاتي وي.

دوه ورځې وړاندې داسې اسناد تر لاسه شوي وه چې ښودنه يې کوله له سپټمبر میاشتي وروسته به هم د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه ډله افغانستان کې پاتي شي.

د بهرنیو ځواکونو وتل

امریکا ویلي چې د دوی د سرتیرو د وتلو پروسه ۵۰ سلنه بشپړه شوې، ایټلي او جرمن اعلان وکړ چې خپل ټول سرتیري يې له افغانستانه و ایستل همدارنګه داسې پتېل کیږي چې د ناټو ځواکونو چوکاټ کې  به ډیر لږ هېوادونه پاتي وي چې له افغانستانه يې خپل ټول سرتیري نه وي ایستلي

Comments are closed.

koi finance