ډاکټر عبدالله عبدالله هم په وېره کې دی
خبريال وېبپاڼه: د امريکا څخه تازه راستون شوی د افغانستان د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د سقوط خبرې کوي.
عبدالله عبدالله تېره ورځ د ملي پخلاينې د شورا په غونډه کې وويل چې جګړه د کابل دروازو ته را رسېدلې ده، له دې وروسته خاموش پاتې کېدل ظلم ددی جفا ده.
عبدالله عبدالله زیاته کړه چې که څه هم جګړه زياته شوې ده خو په هېڅ حالت کې بايد د طالبانو سره د خبرو چينل بند شي او په هر صورت کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ هڅه وشي.
د حکومت د سقوط احتمال څومره دی؟
د سياسي چارو کارپوهان په دې برخه کې نه دوه ډلو وېشل شوي دي، يوه ډله په دې اند ده چې افغان حکومت تر پخوا غښتلی دی او سقوط کول یې ګران دي، ځکه چې افغان حکومت اوس هم د امريکا او نورو نړيوالو اقتصادي او په غيرې مستقيم ډول نظامي ملاتړ هم لري.
خو بله ډله کارپوهان بيا وايي چې ددې هرڅه سره سره په افغانستان کې حالات بل ډول دي، په افغانستان کې فساد او بې اتفاقي او د ځينو بد نیته هېودانو پلانونو هرڅه ډېر خراب حالت رسولي دي، د کليو حالت ډېر زيات خراب دی، په ډېری سيمو کې حکومت صرف د ولسوالۍ اپارتمان په خپل واک کې لري نوره ټوله سيمه د طالبانو په واک کې ده، يانې يو ډول ټولې ولسوالۍ او ان د ځینو ولایتونو د مرکزونه محاصره دي، له همدې کبله دا به ګرانه وي چې افغان حکومت دې زيات دوام وکړي.
دریمه ډله بيا په بل آند ده، دا ډله په دې اند ده چې امريکا د افغانستان جګړه داسې ډيزاين کوي چې نه پکې افغان حکومت بريالی شي او نه طالبان، یانې افغانستان د تجزيې په لور بيايي، ددې ډلې پوهانو په اند امريکا د يو پلان مطابق دا هرڅه مخته وړي، امریکا کولی شي چې موجوې خبرې بريا ته ورسوي، که په طا لبانو د اشرف غني غوښتنې نشي منلی په غني د طا لبانو حتماً منلی سي.
دا ډله پوهان زياتوي چې امريکا د اول سر څخه د طالبانو سره خپله هوکړه د افغان حکومت په نشتون کې وکړه، د افغان حکومت په نوم یې طالبانو ته ډېرې وعدې ورکړې او د همغه اول نه يې هرڅه داسې پلان کړل چې اخر ورڅخه یوه نه خلاصېدونکې غوټه جوړه شي.
Comments are closed.